د خوست ولايت د يعقوبيو په ولسوالۍ کې ١٥ کسان د دولتي ځواکونو لخوا د عملياتو په ترڅ کې نيول شويدي
خوست والي ارسلا جمال وايي چې دغه عملياتو د تيرې پنج شنبې راهيسي پيل شوي او په لړ کې يي په نوموړي ولسوالۍ کې ١٥ تنه د دولت ضد وسلوال شکمن کسان د زياتو وسلو سره نيول شويدي
جمال زياتوي د متون په نوم عملياتو کې افغان ملي اردو، ملي پوليسو ، ملي امنيت او سرحدي پوليسو برخه اخستي چي د يعقوبيو ولسوالي په بيلابيلو سيمو، زمبر ،ابادخانه ،رحيم کلی او خلبسات کې به ترسره شي چې موخه يي په سيمه کې د ښه امنيت راوستل او د بيارغوني پروژو له پاره د لارې هوارول دي
پو شمير کسان په نوموړی سيمه کې عمليات بريالي نه بولي او وايي جې ديته ورته عمليات پخوا هم تر سره شوي خو د سيمی په امنيت کې يي کوم بدلون ندی رامنځ ته کړی
يعقوبيو ولسوالي د خوست ولايت له هغو ولسواليو څخه ده چي زيات مهال ترې د بمي چاودنو او وسلوالو بريدونو خبرونه تر لاسه کيږي .