څوک له لره راستنه ،څـــــــــوک له بره راستنه شول
ژڼکي ستړي ستومان مو،له سنګره راستنه شول
پـه دوړوخړمخـــــــونه، وچې وچې شـونډې راغله
دااوس لـه جهــــــادي ستړي سفره راستنـــــــه شول
هـــا اورچې پرې بليږي،هــــــا لوګی چې بره خيږي
دهغـــــــه لرې غره لــه جګـــــــــــه سره راستنــــه شول
بری يې په تنــــــديـــوکې ځليږي لکــــــــــــه ستوري
ميــــدان له توده جنګــــــــــــه سم په نره راستنه شول
پاڅــــون په پاکه مينــــه اوغـورځنګ په تکبيرونو
نوځــــکه بريمن دصلبيانولـه لښــکره راستنه شول