کور / تازه خبرونه / د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

طالبانو نن هم د ۲۰۰۹ د می پر ۱۳مه نېټه له بېلابېلو سيمو څخه د جګړو او بريدونو خبرونه خپاره کړي دي ، له هغو خبرپاڼو چي د طالبانو مطبوعاتي دفتر يې له نامعلومه ځايه خپروي د ځينو لنډيز يې داسي دئ :



توره بوړه : دماهيپرسره نژدې پرداخلي عسكروبريدترسره شو


د توره بوړي جهادي محاذ له لوري لراوبر ته په رالېږل سوي خبرپاڼه کښي نن سهار لس بجې شاوخوادكابل ولايت دسروبي ولسوالۍ مربوط دكابل جلال ابادپرلويه لاره دماهيپرسره نژدې دداخلي عسكروپه ډاټسن موټر ددوی لخواچريكي بريدترسره سوئ چي په نتيجه كښي يې په داټسن كښی ناست دوه تنه عسكر وژلي او د ډاټسن له ډرايور څخه د ټکر له امله نوموړی هم ټپي سوئ دئ چي تر پيښي وروسته دكابل – جلال ابادلويه لار د يو ساعت دپاره دترافيكوپرمخ تړل شوې وه .


 


شينډنډ : دپوليسودوه موټران ويجاړ كړل سوي دي


طالب ويندوي قاري يوسف احمدي ادعاكوي چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۳مه نېټه يې دشينډنډولسوالۍد”زيرکوه” د”لنګر”په سیمه کښي د”نصرت “دپيل شويوعملياتوپه لړ کښي دچارواكودوه موټره ويجاړ كړي اودرې تنه عسكريې پكښي وژلي اودوه نوريې ټپيان كړي دي . هغه وايې چي په بريد کښي چې څه ناڅه يوساعت يي دوام درلود، دوه تنه طالبان هم ژوبل شوي دي . ديادوني وړده چې تيره ورځ هم ددې ولسوالۍد”سل افغان “په کلي کښي ديوه ورته بريدپه ترڅ کښي دپوليسو دوه(2) عرادې موټرچې يو اکمالاتي اوبل يي سرف وو،له منځه تللي اونهه (9)تنه خارجي اوداخلي عسکرپكښي وژل شوي دي .



طالبان-خوست :نن مو هم په سرښندويه بريد كي شپږدېرش تنه داخلي اوخارجي پوځيان وژلي


طالب وياند ذبيح الله مجاهدرسنيوته ويلي چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۳مه نېټه دنصرت په نوم دپيل شويوعملياتوپه لړ کښي داسلامي امارت يوه تن ځوان غړي ( زکريا )دخوست ولايت د”ساراباغ” دهوايي ډګرپه دروازه کښي په داسي حال كي چي ,ګڼ شمېر امريكايې اوداخلي عسكريوځاى ولاړووديوكرولاموټر په واسطه سرښندويه بريدترسره كړ چي په پايله كي يې شپږديرش (36)تنه امريکايي اوداخلي عسکر وژلي اوګڼ شمیرنوريي ژوبل شوي دي . هغه وايې چي په ننني بريد كي يې كورنيواوبهرنيوپوځيانوته دپورته ځاني تلفاتوسربېره ډېرمالي زيانونه هم اړولي دي . ياده دي وي چې تيره ورځ هم په خوست ولايت كي ديرش (30)تنه سرښندونكي چې دبارودو په ډکو واسکټونو,سپکو اودرنووسلو سمبال وو دپوليسوپه ينفورم کښي ددې ولايت ( دولايت مقام ، ملي امنيت ،قومانداني امنيه اودښاروالی )ودانيوته داخل شول چي , په پايله کښي اتو(8)ځان تيرو بريدونه ترسره کړل اودوو(22)يشت تنه پاتي کسان يي بيرته دخپلومرکزونوپه لورستانه شول .



کندهار : پربهرنيوځواكونودبريدونودعوه


طالب وياندقاري يوسف رسنيوته ويلي چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۳مه نېټه يې دکندهارولايت هوايي ډګرته نژدې د”کاکړانوباوړی “په سيمه کښي د”نصرت” دپیل شويوعملياتوپه لړ کښي دامريكايې عسکرويوه (1)عراده ټانګ په يوځمكني ماين الوزولى اوپكښي ناست پوځيان ټول وژلي دي . هغه وايې چي بهرنيوقواووته يې پورته تلفات هغه وخت ورواړوله چي , په ياد ه شوې سيمه كي يې ګزمه كوله . دغه رازهغه وايې چي تيرماښام د ۲۰۰۹ د می پر ۱۲مه نېټه يې دکندهارولايت پرهوايي ډګردوې توغندۍ اورولي دي چي ,په نتيجه كي يې امريكايې اوكاناډايې عسكروته دمالي زيان سربيره ځاني تلفات هم اړولي دي .



كندهار : په ارغستان كښي څلور تنو عسکرو ته مرګژوبله


طالبان وايې چي تيره ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۱۲مه نېټه يې دکندهارولايت دارغستان ولسوالۍد”شګوګودر”په سیمه کښي اووه تنه عسكر مړه اوټپيان كړي دي . دغه راز وايې چي په دې بريدكي يې چې ديوه کمين په ترڅ کښي ترسره شو څلور(4)تنه داخلي عسکروژلي اودرې(3) تنه نوريې ژوبل كړي دي .



پكتيكا : دملي اردو د درورينجرموټرودويجاړېدو ادعا


دطالبانووياندذبيح الله مجاهدلراوبر ته په رااستول شوي خبر كي وايې چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۲مه نېټه يې دپکتيکا ولایت دګومل ولسوالۍمرکز ته څيرمه د”نصرت” په نوم دپيل شويوعملياتوپه لړ کښي دملي اردوپرګزمه يو وسله وال بریدترسره كړچې, له امله يي دملي اردو درې(3) عرادې رينجرموټرويجاړکړي اوترلسوزيات پوځيان يې پكښي وژلي دي . هغه وايې چي دبريدپه پايله كي يې دوژل شووعسكرووسلې اومهمات ترلاسه کړي دى ,خودوه تنه طالبان هم ژوبل شوي دي . .



ميدان وردګ : دايتلاف دوه ټانګونه ويجاړ کړل سوي


رسنۍ دطالب وياند ذبيح الله مجاهدپه حواله خبروركوي چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۳مه نېټه طالبانو دوردګوولايت دجغتوولسوالۍمرکزته نژدې دنصرت دپیل شويوعملياتوپه لړ کښي دداخلي اوبهرني عسكرو پريوه ګډکاروان چې ددې ولسوالۍدمرکز په لورروان وسله وال بريدترسره كړ ,چي له كبله يې څلور(4)تنه خارجي اودرې(3) تنه داخلي عسکروژل شوي اوګڼ شمیرنورژوبل شوي هم دي . خبروايي چي په دې بریدكي دايتلاف دوه ټانګونه په نښه شوي اوداورخوراك شوي دي . دغه رنګه خبروايې په بريد کښي طالبانوته زيان نه دی اوښتی اودوژل شويوعسکرودانتقال لپاره سيمې ته دامريکايي عسکروهليکوپټررارسيدلي اوپه وړلويې بوخت دي .



خوست : دبهرنيوپوځونوپر اډې ګڼ توغندي توغول شوي دي


دطالبانوالاماره ويبپاڼي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۳مه نېټه خبروركړ چي طالبانو دخوست ولايت دصبريولسوالۍمرکز ته څيرمه د”خلبيسات” پرکمپاين چې ګڼ شمیرخارجي اوداخلي عسکرپکښې ميشت دي دتيري شپې راهيسي درې ځلي پرله پسې حملې ترسره كړي دي . خبرزياتوي چي لومړی تيره شپه دوې بجې پرپورته يادشوي کمپاين يو(1) توغندي وتوغول واورول شول . دغه راز خبروايې چي په دې بریديدونو کښي ايتلافي عسكرو ته ګڼ مالي اوځاني تلفات اوښتي خوددقيقې شمیرې په اړه يي لاتراوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي .


 
كندهار : لاسي بمونودرې تنو پوليسو ته مرګژوبله اړولې


دطالبانووياند قاري يوسف احمدي رسنيوته وويل چي ك تيره شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۱۲مه نېټه يې دکندهارښاردشپږمې ناحيې د”نوې عيدګاه” په سیمه کښي دپوليسوپريوې امنيتې پوستې دلاسي بمونوپه بريدونوكي دوه(2) تنه پوليس وژلي اويو(1)تن ژوبل شوئ دئ .


 
غزني : دلسوعسكرودوژلو دعوه


دطالبانوويندوي ذبيح الله مجاهد نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۳مه نېټه رسنيوته وويل چي په هيواد کښي دبهرنيواوكورنيوعسكرو په وړاندې د”نصرت “دپيل شويوعملياتوپه لړ کښي دكابل ادارې لس تنه عسکرهغه مهال ووژل شول چې طالبانودغزني ولايت داندړوولسوالۍد”رشيدخيلو”په سيمه کښي ددوی پريوې امنيتې پوستې مخامخ بريدترسره کړ . هغه وويل چي په بريد کښي چې سپکي اودرندې وسلې کارول شوي ، په نتيجه کښي يي دچارواكويوه پوسته په بشپړه توګه له منځه تللي اوپکښې اوسيدونکي لس(10) تنه عسکريې وژل شوي اووسلې يي طالبانوترلاسه کړي دي . بې ويلودي پاته نوي چي په دې نيم ساعته بريد كي يوتن طالب هم ژوبل شوئ دئ .