نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۱۴ نیټه.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي چې دولت او وسلوال مخالفان روغې جوړې ته نږدې کیږي.
ورځپاڼه په دوام کې لیکي چې دواړو خواو خپل شرایطوړاندې کړیدي او په بهرنیو ځواکونو، اساسي قانون او حکومتي سیسټم به تر اوربند وروسته خبرې وشي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د قانوني کولو لپاره د ولسي جرګې په غوښتنې تبصره کړې او لیکلي دي چې په افغانستان کې ددغو ځواکونو اوسنې حالت غیر طبعي دې.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د طالبانو په رامنځ ته کولو کې د آې ایس آې ښکیلتیا ته په اشارې ددغې ډلې په خلاف په مبارزه کې د پاکستان مسؤلیتونه څیړلي دي.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په اسلام اباد کې د سیمې د اقتصادي همکاریو په غونډې تبصره کړې او لیکلي دي چې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د تفاهم پل جوړیږي.
ورځپاڼې ددې غونډې د بهیر او له پاکستاني چارواکو سره د ولس مشر کرزي د لیده کاته تفصیلي رپورټ هم خبور کړې دې.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د پاکستان روان حالات څیړلي او د کتونکو دا سپارښتنه يې راغستې چې پاکستان باید له دوه مخو سیاستونو لاس واخلي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک په کابل کې د امریکا د نوي سفیر څرګندونو ته ځانګړې کړې چې ویلي دي د بارک اوباما د نوې ستراتیژۍ پلې کول دده کاري لومړیتوب دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د قانوني کولو لپاره د حکومت لخوا په جوړیدونکې طرحې تبصره کړې او هغه يې یوه داسې طرحه بللې چې هیڅ ډول اجراوي ضمانت نلري.
ورځپاڼې په افغانستان کې د ښخو په خلاف د تاوتریخوالي مسلې ته هم اشاره کړې او پدې ترڅ کې د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون د مشرې په حواله يې لیکلي دي چې د ښخو په وړاندې تاوتریخوالې شجاعت او میړانه نده.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو تبصره کړې او لیکلي دي چې دا اړیکې مخ په پراخیدو دي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام اسلام اباد ته د ولس مشر کرزي وروستي سفر ته په اشارې لیکلي دي چې دا ډیره مهمه ده چې دواړه هیوادونه خپل منځۍ اړیکې لا بیاوړې کړي او د هغو ستونزو د هواري لپاره هڅه وکړي چې دواړه هیوادونه ګواښوي.
ورځپاڼې د کابل په شمال کې د ښځیو د انجونو د مسمومولو په اړه هم یو مطلب خپور کړې او هغه يې د معصومو خلکو په وړاندې یو ستر ظلم بللې دې.
د اصلاح او هیواد دولتي ورخپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد هم پخپله سرمقاله کې د سیمې د اقتصادي همکاریو په غونډې تبصره کړې او لیکلي دي چې افغانستان پدې برخه کې ستر رول لري.
خو اصلاح بیا د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو په مرګ ژوبلې تبصره کړې او پدې ترڅ کې په افغانستان کې د جنګ قوانین څیړلي دي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په پاکستان کې روان حالت ته په اشارې د والسټریټ ژورنال د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې پاکستان یو هیواد دې او که یو ځاې؟
ورځپاڼې د راتلونکو انتخاباتو او د کیدونکې سیالۍ په اړه په یو جلا څیړنیز مطلب کې دا پوښتنه کړې چې د انتخاباتو اصلي ګټونکې به څوک وي کرزې او که ملي جبهه؟
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه