ښاغلو لوستونکو او داسلامی ښوونی مينوالو !
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دښاغلی حکمتيار بايبل دقرآن په رڼا کې کتاب مې د انترنيت له لاري پيدا کړ هغه مې ولوستو ډير په زړه پوری مهم کتاب ؤ.
په دغه کتاب کې لومړی د بايبل تحريف شوي ګيډبيان ذکر شوی ورسته بيا دغه ګيډبيان په عقلی او قرآنی دلايلو په ډير ښه شان سره رد شوي دي .
دغه کتاب چه کله تاسې وګوري نو بيا ددی لويې شيطانی حلقی شوم اهداف ښه درته څرګند شي .
دوی دغه تحريف او ګيډبيان د خپلو اهدافو په نظرکې نيولو سره برابر کړی دی د دوی په دغه تحريف شوي کتاب کې پخپله خپل هويت عالم ته څرګند کړی چه په بی ادبی ،درواغو،فحاشت اوقومی تعصب ولاړ دی .
د دوښمن د درواغجنو اوغلونکو هڅو لپاره چه غواړی خلک د ستر الهی دين څخه واړوی اوپرخپل وحشت،فحاشت ،بی دينی اوبی شرمی کې يې ورګډ کړی ما وغوښتل چه يوځلی بيا د دوي دشومو اهداف دمبارزی لپاره يوڅه وليکم خو کله مې چه دغه کتاب ولوستلو ډيرخوشحاله شوم او دغه کتاب ددی شومو اهدافو لپاره يوه ښه علمی مبارزه بولم .
دغه کتاب چي 4.60MB وزن لري له لاندي پتو څخه کښته کولائ سئ :
يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام نلرئ دلته يې کښته کړئ !
حمدالله شاکري