د افغانستان په ختيځ ولايت خوست كي څلور پرله پسې ځانمرګي بريدونه وسول.
چارواكي وايي په دې بريدونو كي لږ ترلږه شپږ كسان وژل سوي او ۱۳ نورټپيان دي.
د كورنيو چارو وزارت وايي بريد كوونكو په دغه ښار كي د ولايت مقام او ښاروالي په نښه كړه چي له امله يې پورتنۍ مرګ ژوبله واووښتله.
د خوست ولايت د روغتيا رئيس پادشاه مير ځدراڼ وايي تر اوسه روغتون ته ۶ مړي او ۱۳ ټبيان ور وړل سوي دي، خو ځايي اوسېدونكي وايي مرګ ژوبله تر دې ډېره ده.
د ځدراڼ په وينا په وژل سوو كسانو كي درې امنيتي پوليس او درې ملكي كسان شامل دي.
يوې بلي حكومتي سرچينې د رويټرز آژانس ته ويلي چي وسله وال كسان د خوست ښاروالي ته پر ننوتلو توانېدلي او هلته يې له پوليسو سره وسله وال مقاومت كړى دى، چي ګڼو كسانو ته مرګ ژوبله پكښي اوښتې ده.
د خوست د نننيو ځانمرګو بريدونو مسئوليت طالبانو ومانه، خو د دې پېښي د قربانيانو په اړه كره ارقام نه دي خپاره سوي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي ۳۰ تنه وسله وال يې د خوست پر ولايت مقام، ښاروالي او قومنداني باندي د بريد دپاره دې ښار ته ننه ايستلي چي تر اوسه يې ۸ تنه د حكومتي پوليسو سره په مقاومت كي وژل سوي دي.
بلي خواته ايتلافي ځواكونو منلې چي د خوست په حمله كي يې يو عسكر وژل سوى دى او داسي خبرونه خپاره سوي چي د خوست په ښار كي اوس هم جګړه روانه ده.
تېره مياشت طالبانو د كندهار پر ولايت مقام هم ورته بريد درسره كړى وو، چي درنه مرګ ژوبله يې اړولې وه.