په روسي ژبه دآزادی راډيو دانټرنېټ پاڼی نه
ژباړونکۍ : ز. پ .
دامريکا ددفاع وزير دپخواني سلاکار اېلي کراکوفسکي سره دآزادی راډيو خبريال يوري ږيګالکين مرکه .
دامريکا ددفاع دوزير پخوانۍ سلاکار اېلي کراکوفسکي وايي :
پاکستان دهغو ګواښونودله مېنځه وړولو لپاره ډېر وخت نه لري، کوم چي دطالبانو دبنسټ پال اسلامي غورځنګ له خوا ورسره مخامخ دی .
دپاکستان حالات ډېر جدي دي اودا خپله دپاکستان دکارنونتېجه ده . طالبان دسعودي عربستان په پيسو دپاکستاني استخباراتو لخوا په دې موخه جوړ سول، چي په افغانستان کي ټيکاو او هغه تر خپل کنټرول لاندي راولي .
ددغي مفکورې په عملي کولو کي دپاکستان په استخباراتي جوړښتونو کي افراطي اسلامستانو ډېر لوی رول ولوباوه او هغوی دطالبانو او القاعدې همکاريو په وړاندي زرغون څراغ ولګاوه . وروسته له هغه دوی په خپله پاکستان کي هم دطالبانو ددريځ دپياوړي کولو او دهغوی دغوښتونو دلوړېدو سره مرسته وکړه . دوروستيو مياشتو پېښي داڅرګندوي، چي طالبان او دپاکستان په حکومت کي ددوی ملاتړيو دخپل کامپاين نوی پړاو پيل کړی دی .
پوښتنه – ستاسو له نظره دطالبانو په خلاف دپوځي عملياتو هڅه به څومره مؤثره وي ؟
ځواب – دا هر څه په دې اړه لري، چي دپاکستان حکومت او دوی ته وفادار پوځيان، پر پوځ څومره کنټرول لري . تر اوسه پوري خو داڅرګنده ده، چي دطالبانو په درولو کي پوځ هيڅ ډول برياليتوب نه دی لرلی . کېدای سي ددې علت داوي، چي ځيني کسان دغه هڅي سبوتاژ کوي، يا شايد په دې خاطر وي چي دپوځ لويه برخه داسلامستانو لخوا کنټرولېږي او يا هم ددې خاطره چي پوځ په ښو وسلو او روزني سمبال نه دی . داسخته ده چي سړی دقيقه خبره وکړي خو داسي انګېرل کېدای سي، چي که اوسني عمليات ګټور نه سي او ډېري سيمي دطالبانو په لاس کي پاته سي نو په استخباراتي او نورو حکومتي جوړښتونو کي ددوی پټ ملاتړي به داسي احساس ورکړي، چي ځواک ددوی سره دی . نو دوی به ځانونه دسيوري نه راښکاره کړي، چي تر هغه وروسته به څرګنده کورنۍ جګړه رامېنځ ته سي .
پوښتنه – دامريکا متحدايالتونه دپاکستان دحکومت سره ددغه ډول پېښو درامېنځ ته کېدو په مخنيوي کي مرسته کولای سي ؟
ځواب – پاکستان تر افغانستان هم، چي لس ګونه مليارډه ډالره مرسته ورسره سوېده، دډېرو ستونزو نه ډک دی . واشنګټن هرومرو اسلام اباد ته دپيسو او پوځي تخنيک مرسته ورکوي . خو دپاکستان پرابلم کامپليکس ( پېچلی ) پرابلم دی . دهغه حل په افغانستان کي په ټيکاو پوري هم تړلی دی او په دې هم اړه لري، چي په خپله په پاکستان کي جدي سياسي هڅي وسي، ترڅو داسلامي بنسټپالني پر ځای بل بديل وړاندي سي . په دې صورت کي کېدای سي برياليتوب تر لاسه سي.