حاجی تور اسماعیل چې په « ګوزک» مشهور دی د آخندزاده ملا عبدالاحد زوی دی چې په ( ۱۲۷۸ قمری کال) کې دهرات د کرخ په ولسوالی کې زیږیدلی دی .اسماعیل دغازی امان الله خان ، جیب الله کلکاني ،نادرشاه اوظاهر شاه په دوران کې اوسیده اودهغه مهال یو نامتو طنز ،هجو، هزل او مدح ویونکی شاعر وو د هغه نامتو آثرونه دا دي:- د شعرونو دیوان- د سپی اوچغال مثنوی- مطایباتهغه د( ۸۶) کالو په عمر مړ شوی دی.هغه د خپل دوران ټولنیزو ستونزو ته ګوته نیولې په فساد کوونکو يې نیوکې کړی دي او هغوی يې په خپلو خوږو طنزونو کې رسوا او غندلی دی او هم يې په ډیره زړه ورتیا هغه ممنوعه توکې په رمز او کنايي سره بیان کړی دي چې ویل يې هغه وخت څه ان اوس لا اسان کارنه دی:هغه د خپلو شعرونو په هکله وایي: نه هزل و مسخره بوده ست آنچه من گفتماگر قبول نمايی بيان من پند استڅه چې ماویلی نه دی هزل او مسخرهکه ومنی زما بیان دی پنداووراشه يا :هر کس که سخنهای ترا ديد بدل گفتکاين شهد گلو سوز ندانم شکر کيست.هر چا چي ستاشعر ولید زړه ته یې ویلنه پوهیزم دا خواږه شات د چا دی شکریهغه د خپله د خپل شعر په هکله وایي:نگفـــــــتی آخر فکیف گوزک من المقاعد الی المحاســـنسمعت نثرک تفصح سعــدی قراءت نظمک کنظم بیدلهغه د خپل نثر کیفیت د سعدی دفصاحت او خپل نظم د بیدل سره موازي ګڼي هغه په خپلو شعرونو کې د ټولنیزو ناخوالو او اداری فسادونو غنده کوي.هغه د ټولنیزو ناخوالو لکه : له فساده، بډې اخیستنه ، ظلم، بې عدالتي، تزویر، بې امنیتي او ګراني څخه سر ټکوي او وایي:میخواستم که ملــت ما مــحترم شوددرروی روزگار به صـنعت علم شودهرفردی از ملل برسد بر حقوق خودیعنی که رشوه برطرف وظلم کم شودارکان دولت از ســـر شفقت به اتفاقکوشش چنان کنند که قلــــع ســتم شودعدلیه بروظـــیفه تفـــخر کـــــند مدامامنیه حـــــسن خدمت خودرا رقم شود غوښتل می چې ملت مو شي محترمپه نړۍ کي په صنعت او علمهر سړی ته د هیوادورسیږی حق خپلیانی رشوت ورک ظلم شی ورک تلد دولت ارکان له شفقته شی سمداسی هڅه وکړی چې ورک شی ستمعدلیه په خپله دنده وکړی ویاړ مدامامینه د ښه چوپړه شی رقمیا جهان به گلبن آفت رسيده می ماندوطن به گلبن گلبرگ چيده می مانددر اوفتادن ظالم به گردن مظلومسگ شکاره و صيد دريده می ماندصلاح روز و فساد شبانهء قنفذبه زاهد بر داور خزيده می ماندکسی که گشت به ياران خويشتن تسليمچو من به بنده گک زر خريده ميماندهمين مروت و انصاف مير گازرگاهبه کبک و تيهويی در شب پريده می ماندبه نظم و نثر تو “گوزک” کسی ندارد ميلبديگ جوش نمک ناچشيده می ماند. نړۍ افت وهلی ګلبڼ ته پاته کیږیوطن بې ګلپاڼو ګلبڼ پاته کیږیظالم د مظلوم په ورمیږ دی سپورښکاری سپي، داړلي ښکار ته پاته کیږید ورځی ښه دشپي د فساد جږګیزاهدته ، پر داور پټ پروت ته پاته کیږیڅوک چې شی خپل یارانو ته تسلیملکه ما زر خرید مریي ته پاته کیږیدا د میر ګازر ګاه مروت او انصافد زرکې د شپې الوتل ته پاته کیږیګوزکه ستا نثر او نظم ته څوک نه کوی پامهغه مالګه نه څکلی دیګ ته پاته کیږی هغه دربار ته د لارې پيدا کولو دګټې په هکله په طنز سره وایي:بیان راست نتوانم که گویمدهانم را کنند تا گوش چیرم رښتیا بیان ویلی نه شمخوله به راڅیری کړی تر غوږههغه د زاهد دریا په هکله وایي:قدت چون ظلم قوماندان رسا بودست دانستمدلت یک عالمی جوروجفا بودست دانستمنه تنها ما وزاهــد در گدایی مـــشربی داریمحکومت هم گدای نان ربا بودست دانستم قد دی لکه د کومندان تیری اوږددی پوه شومزړه دی د جوراو جفانړۍ ده پوه شومنه یوازې زه او زاهد ازلی خوی لرو د ګدایيحکومت هم د ډوډۍ اخیستلو ګدادی پوه شومد هغه یو طنز داسې دی:نایب سالار هغه ته وویل: خوږې چای لږ څښه چې په متیازو کې دی شکر پیدا کیږی!هغه ورته وویل:ستا له چایو خپل متیازی څښل ښه دي.د هغه یو بل طنز:یوې زړې ښځې د هغه نه د غاښو د درد دارو وغوښتل. هغه ورته وویل:پریږده هغه تل درد وکړي او ستا زګیروی ، خلک به وپوهیږي چې ته تر اوسه لا غاښونه لري.د هغه یو بل طنز::یو شیخ له خپل مریده یو کوشنی سپی وغوښت چې د کور پاسباني یې وکړيمرید یې لوی سپی ورته راوست. هغه ورته وویل: ما کوشنی سپی غوښت او تا لوی راوست!هغه ورته وویل:ته ډاده اوسه! که دا لوی سپی به په یوه اوونۍ کې ستا دوره مخي ته له لوږی مړ نه شو دومره به کوشنی شي چې ستا زړه غواړي. وايي چې هغه له هرات کابل ته راتلی هاشم خان ته يې په یو دسمال کې یوه ډوډۍ او یوه قطی اورلګیت پیچلی ډالۍ کړه اوهغه ته یې وویل:دهرات تر ټولو ګران شیان مې درته راوړی دي وایي د هرات نایب الحکومه داختر په ورځ علما وته لونګی ډالۍ کړې او هغه ته يې د خره پالان ورکړهغه پورته شو ،لاس یې پر ټټر کیښود او ویي ویل:ستاسو له میني څخه مننه کوم چې ما ته مو خپل کالي راکړه ! وايي یو ورځ تور اسماعیل د شاه ولی خان سره په یو بڼ کې رهي وو ويي لیدل یو زاړه خصي شوی غويي غوښتل د ځوان غويي غوندې له غوا سره جوړه شي.هغه وخندل .شاه ولی خان ترې وپوښتل: ولې خاندې؟هغه ورته وویل:صیب په دې زاړه خصي شوی غويي خاندم چې د ځوان غویي چمونه کوي.او په خندا خندا يې زیاته کړه صیب څاروی هم لکه انسانان سپين سترګې شوی دي .دا زوړ غويي ځکه دا چمونه کوی چې هغه ځوان پر هغه پورته نه شي.د هغه دسپي او چغال مثنوی ډیر ښه طنزی اثر دی په هغه کې څو سپي د چغال په سرپرستی له هراته د حقوقی مسایلو لپاره د کابل محکمې ته مخه کوی او غواړي د ایران او روسیې له لارې هند او د هغه لارې کابل ته ولاړ شي.په ټولو هیوادو کې دهغه ځایو فسادونه او ظلمونه په طنزی ډول بیانويدهغه څو طنزی نظمونه: به کربلای معلا نـــــکرد ابـــن زیادازانچه کرده به مایان علاقه دار امروزمیخ را بردیگران کردند ومن گوزک شدمتا کجا بنگر که برما عاجزان زور آمده ابن زیادنه دی کړی به کربلا کی داهغه څه چې کړی علاقه دار پر موږ ننمیخ يي په نوروټکوهی زه ګوزک شوموګوره تر کومه په موږ خوارانو زور کیږی**ظلم تا جاریست رشوت خوار چوگان میزندتا رباید مــرمــرا چون گوی غلطانم هنوزچې ظلم وی جاري بډی خور به نیزې وهئما لکه پروت لرګی په نیزه پورته کوی تر اوسه هغه دشورا په هکله وایي:آه از دســـت مســـــتبدان آهخواه گر رعیت اندو خواه سپاهاز اسارت همیشه آزاد استهرکه را بستگیست با شـــــورا آه د لاسه د ظالېمانو آهکه رعیت دی که سپاهله بنده تل دی ازاد هغهچی لری اړیکی سره د شوراد حکومت د ظلم په هکله وایي:هرجای هرکه را که به بینی زضرب دزداز پای لنگ باشد و از دست خود چلاق هر چیری هر څوک چې وینی د غله له وار هڅوک شوټ دچا لاس شوی شل فریـــاد مـــا به سمــــع وزارت نمیرســــدداریم همچو طفل به حلــقوم خود خناقفریاد مود وزارت تر غوږه نه رسیلکه ماشوم په حلق کی لرو خناقخناق د ستونی ناروغی ده چی ستونی بندیږی فلک فغانی، زجورظلمت، که کردی آخر، خلاف قانونفرا نشسته، سفیه نادان، به عــز عزت، بجای فاضلزیار محروم، شرار محرم، حریف مفـــسد، رفیق خاینانیس کاذب، حبـــیب غادر، شفیق جاهل، مرید غافل اسمان چغی وهی، د د ظلمت له جوره ،چی ودی کړل اخر،د قانون خلافپورته ناست ، بیړا نادان، په شان اوعزت، په ځای د فاضلله یاره محروم، شریران محرم، حریف مفسد، ملګری خاینیار کاذب،دوست غدار، شفق جاهل ،مرید غافل