کور / تازه خبرونه / د افغانستان د کلتوري ودي ټولني ته د علامه نښان ورکړل سو

د افغانستان د کلتوري ودي ټولني ته د علامه نښان ورکړل سو

په جرمني کښي د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې ته د هغوى د علمي او فرهنګي خدمتونو له کبله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د علامه سيد جماالدين افغان عالي دولتي نښان ورکړل سو .

دغه عالي دولتي نښان چې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په غوښتنه منظور شوى و، نن د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالکريم خُرم له خوا ، په داسې حال کې چې ددې ټولنې ځينې غړي او ليکوال حاضر وو ،د هغې ټولنې د مشرتابه جرگې په استازيتوب ښاغلي الحاج مبارز ساپي ته وسپارل شو .

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې ، په افغانستان کې د علمي او فرهنګي ودې لپاره ١١٢ عنوانه بيلابيل علمي ، ادبي او تاريخي کتابونه چاپ کړي ديدغه راز يې د افغانستان د فرهنګي او تاريخي ،ملي او ادبي مسايلو په اړه سمينارونه ، کنفرانوسونه او غونډې جوړې کړې دي ددې نښان د ورکړې پر مهال يو شمير دغه کتابونه او آثار د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د دغې ټولنې د سوغات په توګه وسپارل شول .