د می ۱۱ ، ۲۰۰۹ م کال
څه چې مې مخکي په کراتو ویلي یو ځل بیا يې تکراروم، چې یو مزدور او له ملي ستراتيژۍ بې برخې حکومت چې د بهرنیو قواوو سره د یوه نړیوال تړون پر بنسټ باندې تړلی نه وي، نه یوازې د افغانستان او افغانانو د ګټو نه دفاع کولی نشي، بلکې دا امکان شته چې د هیواد شته والی هم تر ګواښ لاندي را شي.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف هلې ځلې په قبایلي سیمو کې د پاکستان د چارواکو د کنټرول په غزولو پیل شو.
) د ۱۹۰۱ م د قانون Federally Administred Triba Area – FATA – قبایلي سیمې (
) Frontier Crime Regulation( پر بنسټ باندي د یوه فډرال نظام په چوکاټ کې خود مختار (اتونوم) وپېژندل شول. پاکستان د خپل تاسیس نه وروسته (۱۹۴۷ م) نوموړې خودمختاري په رسمیت وپېژندله.
د ۱۹۰۱ قانون له مخې انګرېزانو په سیمه کې د قبایلي جنګیالیو څخه د حق العبور د پیسو په بدل كې د مواصلاتو د لوژستیکي کرښې د استفادې امتیاز ترلاسه کړ. پرته د نوموړي محدودیت نه، په سیمه کې مېشت ولسونو د یوه خود مختار نظام په چوکاټ کې د خپلو حقوقي او مدني چارو په تنظیم کې بشپړه خپلواکي درلوده.
په قبایلي سیمو کې پاکستاني پوځ ته د اوسنيو بریدونو له کبله چې د سلګونو تنو په وژلو او اټکل يو ميلیون کسانو د کډې کولو لامل وګرځېد، د اوباما او مېرمن کلنټن له طرفه شاباسی وویل شو. کرزي خو د ۷ کلونو راهیسي همېشه پاکستانى پوځ تشویقاوه چې قبایلي سیمې تر بمباریو لاندي ونیسي، خپله ولکه ورباندي ټینګه کړي او په واقعیت کي د قبایلو دودیزه تاریخي خپلواکي ختمه کړي.
په افغانستان کي اشغالګر ځواکونه باید په یوه واقعیت باندي ځان پوه کړي. په دې معنی چې : نړیوال نظامي ائتلاف دا پیاوړتیا لري چې په سیمه کي د خپلو ګټو د تامین په مقصد نړیوال قوانین تر پښو لاندي کړي. د دیموکراسۍ او د بشر د حقونو نه د سیاست په ډګر کي د سیاسي افزار په توګه کار واخلي. په سیمه کي د یوه ځواکمن كام په وړاندي د دښمنۍ دریځ ونیسي. د جګړې اور تر ابده پوري بل وساتي. په جنګي جنایاتو لاس پوري کړي. اما هیڅکله د جګړې له لاري خپل موخي ته رسېدلی نشي.
افغانان دې ته چمتو دي چې د بهرنیو قواوو سره د خپلو ملي ګټو په ساتلو، د نړیوالو قوانینو په مراعاتولو او د ملګرو ملتونو د منشور په نظر کي نیولو سره معامله وکړي او زبردستي او جګړه د استعمار تاریخ کندي ته وسپاري. اما هیڅکله زور زیاتي ته نه تسلیمېږي .
راځو خپل اصلي مطلب ته :
پاکستان د مذهب پر بنسټ باندي جوړ شوی دی. له یوې خوا د اسلامي افراطیت او اعتدالي اسلام تر منځ کرښه هم په عقیدوي لحاظ او هم په جغرافیایي لحاظ معلومه نه ده. که نوموړې کرښه څرګنده هم وي، بنسټ پالني جذبات (د هغه تعبیر په چوکاټ کي چې لوېدیځ وال يې لري) په قبایلي سیمو کې محدود نه پاتې کېږي. په ټول پاکستان کي اَن د پاکستان دباندي ژوري ریښې لري. که فرضًا د پاکستان دننه پاتي هم شي د هغه په وړاندي جګړه د حل لاره نه ده. باید هلته په چټکۍ اقتصادي او ټولنیز پروګرامونه پلي شي. کوم چې په دغه برخه کې پاکستاني چارواکي وړتیا نه لري، باید د سیمي اداره ملګرو ملتونو ته وسپارل شي .
په قبایلي سیمو کې د اوسنۍ جگړې نه مثلث اړخونه (پاکستان، افغانستان او نړیوال نظامي ائتلاف) هر یو ځانګړي غوښتني لري :
ــ پاکستاني فوج او په ځانګړې توګه د پاکستان په اداره کي پنجابیان د ۶۰ کلونو راهیسي په قبایلي سیمو کي اسلامیستان د ملي ګرا ګوندونو په وړاندي استعمال کړي دي .
همدا اوس په سیمه کې اسلامیستان نه یوازي د راډیکالو اسلامي ارزښتونو په خاطر بلکي ورسره د دودیزي تاریخي خپلواکۍ د ساتلو په مقصد جنګېږي. مقاومت مذهبي او ملي بڼه لري. دغه موقع چې باید د مقاومت په ماتولو سره سیمه د پاکستان تر کنټرول لاندي راوستل شي، د کابل حکومت، امریکایانو او انګرېزانو پاکستان ته ور په برخه کړل. خو داسي معلومېږي چې پاکستان د یوه لوی پراډوکس سره مخ دی : که اسلامي – ملي مقاومت مات شي، د پاکستان جنګي ولسي پوټانشیل د هند او افغانستان په وړاندې په قبایلي سیمه کي چې د اهمیت وړ ستراتژیک موقعیت لري کمزوری کیږي .
که مقاومت حذف نشي د لویدیځ په ادعا سياسي اسلام پراختیا مومي او د نړۍ امنیت تر ګواښ لاندي راځي ؟؟؟ . او پاکستان په ۵ راتلونکو کلونو کي د امریکا د ۷ ملیارډو ډالرو د مرستي نه بې برخي کېږي .
ډالر د جګړې او ویني په بدل …!هو
ــ د کابل حکومت په قبایلي سیمو کي د جګړې په اړوند خپلواکه ملي ستراتيژي نه لري او په بشپړه توګه د نړیوال نظامي ائتلاف تر اغېز لاندي دی. د ډیورنډ کرښه او د پښتونستان پرابلم د کابل حکومت ته د یوې ملي داعیې په بڼه نه مطرح کېږي .
کرزي د اوباما او زرداري سره د خپلي وروستۍ لیدني کتني په ترڅ کي په بېړه يوازي په قبایلي سیمو کي د بمباریو غوښتنه مطرح کړه. په سیمه کي د پاکستان د فوج د حضور موده، د قبایلي سیمي د اټونومي ساتنه، د جنګي عملیاتو په بهیر کي د ملکي خلکو مصئونیت، د یو ميلیون کډوالو ستونزه (د ملګرو ملتونو په قول په ۲۱ پېړۍ کي بې سارى بشري ناورین) د مثلث اړخونو له خوا د یوه تړون په چوکاټ کي ځای پر ځای نشو .
ــ نړیوال نظامي ائتلاف ځواکونه اوس مهال د پاکستاني دولت د سیاسي، اقتصادي او ځمکنۍ بشپړتیا د ټینګیدو په دریځ کي قرار لري. تر څو چې پاکستاني چارواکي خپله ولکه په هغه سیمه کې ټینګه کړي چې د لویدیځ په حساب د سیاسي اسلام جذبات په کي پیاوړي دي .
اما واقعیت په بل ځای کي دی: نړیوال نظامي ائتلاف فکر کوي چې تر هغه وخته پوري چې د پښتون قام چې په سیمه کي تل د یرغلګرو په وړاندي مزاحم واقع شوی دی مقاومت او جنګي پوټانشیل مات نشي په افغانستان او سیمه کي د خپل جیوپولټیک پلانونو په پلي کولو کي پاتي راځي. نوموړي پلانونه باید د جګړې له لاري عملي شي او پاکستان په جګړه کي ونډه ولري. د نړۍ حقوقي نظام چې پر جګړه باندي محدودیت ایجادوي باید د پامه وغورځول شي .
په لنډ مهال کي په قبایلي سیمو کي د مقاومت ځپل، چې شاته یې نړیوال نظامي ائتلاف ولاړ دی د افغانستان دننه یوازي یو هدف تعقیبوي: (د انتخاباتو؟؟؟) په مقصد زمینه برابرول. د نظامي حضور او جګړې له لاري په اصطلاح د انتخاباتو نه رازېږول شوي مزدور حکومت ساتل .
په اوږد مهال کي د ژينوسایډ پروګرام د ډیورنډ هغي خوا د پښتونخوا سیمي په غزولو کي او د پاکستان د فعال رول په تعینولو کي نوي پړاو ته ورننوزي :
په سوات کي نظامي عملیات د هغي عامه وژني یوه برخه ده چې د ۷ کلونو راهیسي يې په ترڅ کي افغاني (پښتانه) ملکي وګړي په نښه کېږي. د می په ۷ نیټه د « بونیر » نه راغلي یو تن کډوال (بوختي زید) د فرانسوي اخبار (لو موند) راپورتر ته وویل: « زموږ په کاروان کي ۱۰۰ تنه وو . په سر خلاصو موټرانو کي ښځینه سپرلیو د دې دپاره چې د کاروان « ملکي محموله » په هوا کي د ګزمې چورلکو ته وښیي خپلي بورقې ليري کړي وې. خو سره له دې د هوایي ګوزارونو تر برید لاندي راغلو . ۷ تنه مړه او ۲۷ تنه زخمیان شول. د مړو په جمله کې زموږ د کورنۍ ۴ غړي شامل وو . ( لوماند انټرنټي سایټ. د مى ۱۱.
مثلث هیوادونه پر ناسمه لار روان دي. جګړه په ۸ کاله کي د سیاسي اسلام د پراختیا او د مذهبي عقیدې د راډیکالیزېشن لامل ګرځېدلې ده. د وسلې او جګړې په زور ساتل شوي حکومت خپل باور د خلکو په منځ کي له لاسه ورکړی دی .
د جګړې په وسیله د ولسونو د وژني او د پښتونخوا د داعیې پر سر باندي د یو ډول معاملې پر ځای باید زیاتره فشار د پاکستان پر چارواکو په دې مقصد چې د مذهب نه د خپل بهرني سیاست د یو افزار په توګه کار وانخلي، واچول شی.
د هغه په موازاتو کي باید د پښتونخوا د سیمه ایز انتخابي حکومت د ټینګېدو په مقصد او د ملي ګرا اسلامي ګوندونو د پیاوړتیا په موخه يو پلان جوړ شي. د نوموړي پلان په چوکاټ کي کولتوري، ټولنیزي، اقتصادي او مالي مرستي د ملګرو ملتونو له لاري په نېغه محلي حکومت ته وسپارل شي. د پاکستان فوج باید د سیمي نه ووزي او امنیت د ملګرو ملتونو قطعاتو یا هغه ملیشیاوو ته وسپارل شي چې د محلي حکومت او پاکستاني چارواکو له خوا جوړېږي .