دکليو دبيارغوني او پراختيا وزارت شل پروژي پدي وروستيو کي ګتي اخستني ته چمتو شوي دي .
ددغه ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينودويتا له مخي پدي پروژو کي د(٥٠٢) مترو په اوږدوالي استنادي ديوالونه، محافظتي ديوالونه ، پنځه پل گوتي ، دڅښاک داوبو (١٩) څاگانو کيندنه او په هغو باندي دلاسي بمبونصبول، د(٣٦٠٠٠٤)مترو په اوږدوالي داوبو رسولو دشبکي غځول د( ٦٤٤) مترو په اوږدوالي دکوڅو او لارو پخول ، د( ٦) کيلو واټوپه ظرفيت د برښنا دوړي دستگاه جوړول، دآشپزي دلوښو پيرودل ، داوړو دژرندي دماشينونو برابرول او دخياظي اوسواد زده کړي کورسونو دايريدل شامل دي .
يادي شوي پروزي دکڼړ ولايت دتورګل، پيچ ، نرنگ ، څوکي ، او اسعدآباد ولسواليو کي د (٢١٩٠٠٠٠) افغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليولو دوندي په شمول بشپړي چي له هغه نه څه دپاسه (١٧٧) کورني گټه اخلي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه