دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رحمن ملک نن درسنیو سره په مرکه کې ادعا وکړه چې پرسوات درې دعملیاتو له پیله تراوسه یې ۷۰۰ تنه جنګیالې وژلي دي ، نوموړی همداراز د۲۰ فوځیانو دوژل کیدو او ۳۰ دژوبلیدو خبره هم وکړه ،خو ازادو سرچینو یا خپله دسوات طالبانو تراوسه دحکومت ددغي ادعا په اړه څه نه دي ویلي ، یاده دی وي چې امریکي ته دپاکستاني ولسمشر دتګ سره سم په سوات دپاکستاني فوځ له لوري عملیات او بمبارې پیل شوه ، دا په داسي حال کې ده چې دسوات دطالبانو سره ځایې حکومت او ولسمشر زرداری دسولي یو تړون هم لاسلیک کړي وو، ،