کور / تازه خبرونه / زرداري: طالبان CIA او ISI دواړو په ګډه وپنځول

زرداري: طالبان CIA او ISI دواړو په ګډه وپنځول


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري يو نوى راز افشا کړى او ويلي يې دي چي طالبان د امريکا د سي.آى.اې او د ده د هيواد (پاکستان) د آى.اس.آى له خوا په ګډه پنځول سوي دي.
نوموړي له NBC ټلوېزوني چينل سره په يوه مرکه کې وويل:
(زما په فکر دا زموږ او ستاسې د ماضي يوه برخه ده، او دوى د آى.اس.آى او سي.آى.اې دواړو له خوا په ګډه وپنځول سول،)
له NBC سره د مې مياشتې پر اوومه نېټه د ترسره سوي مرکې په اوږدو کې زرداري امريکا د پروېز مشرف د پوځي واکمنۍ-چي د طالبانو د پلوۍ شک پر کېدى- سره پر ملاتړ هم تورنه کړه.
ده د امريکا د متحده ايالاتو د يوې مشهوري منښتي-چې ګواکي پاکستانى پوځ او استخبارات اوس هم له طالبانو سره خواخوږي لري- مخالفت وکړ او ويې ويل:
 (زما په اند جنرال مشرف ښايي له ښکاري سپي سره زموږ د سترګو او څارني څخه بېخي په پټه يوه لار وړې وي او لاس يې وراوږد کړى وي. موږ هيڅ داسي کومه شديده پروسه تر لاس لاندي نه لرو).
د پاکستان د پوځ د اغېزناکي واکمنۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې زرداري وويل چي نوموړى د پوځ په ګډون د هيواد پر هر څه واکمن دى.
ده وويل:
(وروستۍ پرېکړه پارلمان کوي. دا د حکومت پارلماني شکل دى، او زه د همدغه پارلمان يو محصول يم.)
په دې وروستيو کي زرداري په يوه بله مرکه کي ويلي چي هندوستان د ده د هيواد لپاره يوه بېره او ګواښ نه و او دا چي پاکستان خپل يو شمېر پوځيان له هندۍ پولي څخه لوېديځ سرحد ته واړول موخه يې د هغه ځاى په قبايلي کمربند کي د طالبانو له منځه وړل و.