کور / شعر / لومړۍ خبره (د مور دورځي په ویاړ)

لومړۍ خبره (د مور دورځي په ویاړ)

څلور ريځه


شـعـرنـــه دی مــرغلني څـــوخــبـري دي


تــــرخـې دي لـــکـــه زهـــر زورورې دي


لــه درده ورتـه اوښکي تــويـشـوي دي


خبرې زمـااويـوې نجلۍ سوالګرې دي


***


سوالګره يتيمه نجلۍ


 


لارکـې يـوه نـجـلۍ وه ښــه زلـه ښکارېــده


ډېـــره ګلالــۍ و ه خــوخــپــــه ښــکارېــده



شــړېــدلــی نـيــم پــوړنی يــې پـــه سـروو


دانـيـم نـــوريـې،ټينګ تـــړلی پـه کـمـروو 



سـولګوکې هرچانـه پـه ګېله غونـدي وه


پـه سترګـويې اوښکه مېلمنـه غـوندي وه



نــه خويې پـه سترګو تور رانـجه ښکارېده


نــه خويې په شونډوتوراو سره ښکارېده



نه خويې پـه مخ کې څه سُـرخي غـوندي وه


نه خويې په زړه کې څه خـوښي غـوندي وه



نه يې په مړونــد کې،سره بنګړي شرنګېدل


نــه خـويې سينه بـانـدي ګـوګــري شرنګېدل



شــونـــډويــې نــيــولــې وې دويـنـوکـتــرې


سپين سپيڅلي،مخ يــې بهـېــدلې خـولــې



لــــه ملا هـــم چړي څـخـه يــې مـخ مخ پټاوو


خـــويـوه يـوه ســړي تــــه يــې پـلــوښــوراوو



***


يـارانــوپه زړه کـې مـي، غوصه پيدا شـوه


پښـــتني غيرت نــه مــي،ګيلـه پيـــداشـوه



  اورمـي پـه زړه بـل شــوښـه نـيـږدې ورغـلم


څنګ تـه لکه تـنـدرستــــرګې سرې ورغــلـم



پـه بوڅوشونـــډو،ښـــه ورتـــه وغـــورېــدم


بــنـدوسـپـوږمـوکـې،هــــم ورتــه  وبـوڼـېدم



مـړه مړه يې،دستـرګـو لــه کونـجــو را کتل


کــاږ ه  کــاږ ه  يــې،هــم لــه  غــمــو راکـتـل



ماوېـــل  اې سـوالګــرې نجلۍ څه شويدي؟


ولـي دي پـه ځــان،هـم  دي پـه زړه شـويدي؟


***


وېـل يوڅووحشيان مې وو پـــه کـور راغـلي


زمــــوږ پـــــه کــــوڅــــه وو لــکــه اور را غــلي



زمـوږ خواروجونګړې تــه يـې اور واچـاوو


زمــاپــاکــې لـمنـي تـــه يـــې نـــور وا چـــاوو



زمـاد پــوړوني يــې پــاولـي وشـکـول


زمــاله سينې يې،سره ګوګري وشکول



شــو دانـــه دانـــه مـې دســروزروامـېـل


وشـلېـدل دنـــجــنــولـــــروبـــــروامـېـل



زماد اوربــل سپينه روپـۍ مـــاتــه شوه


زمادزړګـي دخـيال مـاڼـۍ مـــاتــه شوه



وېل نـــه ســـړېـــږي دا د اورونـــوتـــوفــان؟


نورلا ګــرمـــيـږي دا دجـنګونـــوتـــوفان



د خوندووروڼومي،دسرو وينوتوفان


مستېـږي پسي دادعمـرونــوتــوفان



د دې بـڼ تـــازه ښکلـي ګلان ســوځيږي


زمــادنـيکــه نــام اونـښـان ســــوځـيږي



ځـــوانــــه تـسلي مــې دغــمـونــــو راکـړه


امـيـد دسـپـرلـي دســرو ګلــونــــو را کـړه


***


ورته  هک حيران  يـې دغه سوال ته شومه


  ډېرخپه پـرېـشان  يـې دغه حـال تــه شومه



  وشــرمېــدم پـورتـه مـــي آسمان تــه کتل


وژړېــدم لانـــدي مــي ګــرېــــوان تــه کتل



مــاوېــل زمــاليلا ځـــورېـــدلـې نجلۍ


مـاوېـل اې زمـاښکلاسـوالګـرې نجلۍ



ښـه راتــه غــوږشــه اې غمجنې نجلۍ


دمـيـونـد لورې،مـلالې،زړورې نجلۍ



پـــه غـمـو،رنــځــودي څـــو خـبـرې کـوم


هم پـيـنـه کالــودي څــــوسـنــدرې کـوم



د هريوه خاين کــه جـــنــازه پــورتـــه شــوه


په خيبـرشمشادکه بـيـا جـنـډه پــورته شـوه



بياټــولو قو مونو کـې وروري پيـــدا شي


پاړسواو پښتو تــرمنځ دوستي پيـداشي



دجــهادپـه نــام نــــوره جــګــړه ختمـه شــي


دالحــاد پــه نام بيا دسيسه ختمـــه شــي



شپــو کې دخــوارانــو لـوټېــــدل ختم شـي


پــه ورځ  ادارو کــې چــــورېــدل ختـم شـي



داتوري غولونکې خولې که ماتي شوې


که ورور ته هم دورور دسيسې ماتي شوې



دزړو رګـــوکـې بــــه مـحــبــت پـيـــدا شـي


دژونــد خيالــو کـــې بـه غيرت پيــداشي



ټينګـه به پــه مينه ورورولي جـــوړه شي


نجلۍ زمابه له تاسره يـــاري جـــوړه شي


***


نــوبيا بـه دي حال پـــه تـــرانــو کــې وايـم


هــم بـه دي حــال نـثـر يا شـعـروکې وايـم



خودبـه دي پـه بزم،هم سـرودو کــې وايــم


خود به دي رڼــــا ،په تـوروشپو کې وايـم



هــم پــه تــالابـڼ  بــه پــسرلــی پيــداشي


بياستا دبـاهـو بـه ورک غمی پيـدا شي


***


هـــم درتــه حالــونـــه بــــه دزړه وليـکــم


نور بـــه درتــه نـــوي هــم زاړه وليــکم


  


ستــا دغلــوستــرګــوانــدېـښنـوته سلام


ستاد مي داو ښکو،الماس غموته سلام 



ستاپه تړموتړمواوښکومي قسم دی


ستاپه چنګوچنګوزلفومي قسم دي



زما اوښکې به ګرېوان ته مرکه شي


زما سربه،ستا پښوته په سجده شي 


 


لـه تـــاوګـرزم،ســتـا پــوروړی يمه


زه هـــم هــغـوی، له تانه بېل کړی يمه



کابل


1385اسد