دروسيې په مرکز مسکو کښي دشپې ددوولسو بجو څخه وروسته د ګاز په يو پيپ لاين کښي د يوې چاودني له امله يو لوی اور رامنځته سو چي لمبې يې تر سلو مترو پوري جګېدلې .
اور چي تر سهاره پوري بل وو ۵ تنه زخميان کړي دي چي تر تداوي لاندي دي او يو لوی تعمير يې په خپلو لمبو کښي پټ کړئ وو چي د سيمي نژدې اوسېدونکي هم د اور له ويري د خپلو کورونو پرېښودولو ته اړ سوي دي .
دا چي دا چاودنه څنګه رامنځته سول تراوسه څرګنده نه ده خو زياتره دا ډول پيښي دګاز د پايپ لاينونو د ډېر زوړوالي له امله رامنځته کيږي .
دااور د خپل ډول له مخي په تيرو ۶۴ کلونو کښی تر ټولو لوی او خطرناکه اور دئ چي په وژنه کښي يې ۳۵ د اطفايې بېلابېل ګروپونه په کار اچول سوي دي .
د روسيې د مخابراتو يو شرکت وويل چي د اور له امله د مځکي لاندي کېبلونوته د زيان اوښتولو له امله د دوی اتيا زره مشتريان د ټيليفون او انټرنټ له اسانتياو څخه بې برخي سوي دي .
وېډيو :