کور / شعر / غزل

غزل

پرون دا ستا له تورو تورو سترګو
په زړه ګېلې راباندې وورېدې
ما ويل څو څاڅکي به ګرېوان کې ورک شي
دا څه ويالې راباندې وورېدې
لا مې مزار د ارمانو جوړ نه و
چې جنازې راباندې وورېدې
ما خو پښتون نصيب ياد کړی نه و
چې ناکردې راباندې وورېدې
لا مې پلو له مخه لرې نه و
د مور ښېرې راباندې وورېدې
شونډو لا نوم ستا ذکر کړی نه و
چې بس سجدې راباندې وورېدې
رڼا ډېوې د وصال بلې نه دي
دا څه تيارې راباندې وورېدې

……………………..
عايشه رڼا مومند
کالاراډو، امرېکا