د پاكستان جيو تلويزيون همدا نن (09-05-2009) خبر وركړ چې د امريكا كانګرس له پاكستان سره يو اعشاريه نهه ميليونه ډالرو مرسته منظور كړه.
دا خبره په امريكا كې پاكستاني سفير حسين حقاني د جمعي په ورځ يوې خبري غونډې ته وكړه. حقاني وويل چې له دې مرستو معلوميږي چې امريكا غواړي له پاكستان سره اړيكې لاټينګې كړي.
د امريكا حكومت او د ثنا مجلس دمخه ويلي وو چي له پاكستان سره بايد مالي مرستي په دې شرط ډېري شي چي حكومت او پوځ يې د طالبانو پر خلاف په عملياتو كي پراخه ونډه واخلي.
پاكستاني پوځ له تيرو لسو ورځو راهيسي په سوات كي د مولانا صوفي محمد له طالبانو سره سختي جګړي پيل كړي چي تر اوسه يې له امله ۳۰۰ كسان وژل شوي او په لكونو اوسېدونكي بېځايه شوي دي .
د وروستيو راپورونو له مخي پاکستاني پوځ نن (10-05-2009) په سيمه کښي تر سختو عملياتو وروسته په سيمه کښي بند او پاتي ولسي وګړو ته ۷ ساعته وخت ورکړئ دئ چي بايد د سهار د شپږو بجو څخه دغرمې تر يوې بجې ( 6:00am _ 1:00 pm ) په دننه کښي د سيمي څخه ووزي .
د مهاجرينو نړيوالي ادارې په سيمه کښي د يو مېليون ولسي وګړو د بېځايه کېدو خبر ورکړئ دئ، پداسي حال کښي چي پاکستانی حکومت د زرګونو بې ځايه سويوکورنيو د نژدې خوندي سيمو ته د ترانسپورت او نورو اسانتياو هيڅ ظرفيت نه لري .
پاکستاني پوځ تر اوسه د خپلو لسو سرتيرو د زخمي کېدو او د مقابل طرف څخه د ۲۶ وسله والو د مرګژوبلي او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړئ دئ .
د سوات وېډيو :
د
د سوات انځورونه :