کور / شعر / زه څوک يم ؟

زه څوک يم ؟

ننګيالی پر دې ډګر يم
که د لر او که د بر يم
چور ځواب د هر لښکر يم
که د لراو که د بر يم
زه پښتون يم ، زه افغان يم
نر بچی د احمد خان يم
د خوشال بابا ارمان يم
د ميرويس بابا ځيګر يم
که د لر او که د بر يم
ښکلی نوم يې پښتونخوا ده
د زمريو لښکرګا ده
هر توره تېږه يې طلا ده
زې وارث د سم او غر يم
هم د لر او که د بر يم
چي لمبيږي زما په وينو
ما چي وېشي په ملکونو
دا دي واوري په جارونو ي
و وجود لکه سپين غر يم
که لر او که د بر يم
سجده گر چي يو د رب وي ن
وره هسک لکه شفق وي
هر غليم لره سبق وي
زه يو داسي قلندر يم
هم د لر او هم د بر يم
هره پېغله يې حيا ده
د شفق سپينه رڼا ده
لکه حوره په دنيا ده
نازولی د اکبر يم
هم د لر يم که د بر يم
په دې لوړو غرو رغو کي
په تورتم او په تيارو کي
واړو سختو مزلو کي
دين په شمعه منور يم
که د لر يم که د بر يم
دا کاروان پر مخ روان دی
هم توفیق د لوی سبحان دی
منزل ( لوی افغانستان ) دی
زه راهي ددې لښکر يم
هم د لر او که د بر يم
نړۍ تاته ده حيرانه
گرده سوځي بې ايمانه
يو لمبه يې طالب جانه
نن مغروره ستا په سر يم
که د لر يم که د بر يم
ننګيالی پر دې ډګر يم
که د لر يم که د بر يم
چور ځواب د هر لښکر يم
هم د لر يم هم د بر يم