ستا له ورک لوري ، چي وږ مې دپسرلي رادرومي
بس هم و ما ته ديو خوب غوندي ، يادو نه را و ړي
دښت ارغو ان وي ، مست اګن اوجل سندري وايي
پاس په هوا کښي ، لو ړي زاڼي هم سيلو نه راوړي
ته په شپېلکي-شپېلکي څوتانداوسپينکي وري څروې
کږه وږه شې ، څو ګلونه د غو يلا ڼو پر ې کړ ې
بيا د سور ساندي نه يو ګل ، د چا په نېت و ټو مبې
تاو شې را تاو شې ، يوه غنچه هم د مماڼو پرې کړې
بيا يوه اېښمه د اسمان پر مخ ښکاره شي هلته
ته لکه زرکه خپل ګا مو نه ګړ ندي غوند ي کړې
د باران شرپ شي ، ستاښکلا هم يوپه دوه غوندي شي
پر تور پېکي باندي مست څاڅکي لېوني غوندي کړې
ستا په ګمان دغه ورېځ ، هم د سپرلي ورېځ د ه
نه ! دغه ز ما د يو – يو اه نه جوړه شوې ا ېښمه
د فطرت خدای بيا اوروي زما مسافري اوښکي
له ا رما نو مي جو ړ و ي ، تل نوې – نوې ا ېښمه
چي د لېوا نو د شېلې نه ا نګو لا پو ر ته شي
شپو نکۍ يه وايه ! وار و پار دي خطا کيږي که نه؟
چي ها د تور رقيب له لاسه مو صدمه ليد له
ها د ناو ر ين توري شېبې د رته ياديږي که نه؟
په شنه کو ماله ، نن هغه د ديدن ځای جاروکړه
خير که زه نه يم ، ته سپرلی ښه په خوښۍ ولمانځه
د ا سي ګلو نه هلته کښېږ ده ، چي دا غو نه لري
هغه مهال يا په لاله ، يا په غاټوی و لما نخه