د تېري اونۍ په هغه بمباريو كي چي د امريكايي پوځيانو له خوا د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالي كي پر درو كليو باندي وسوې، د رسمي سرچينو له مخي د ۱۴۷ بېګناه مړيو نومونه ثبت سوي دي.
د كرزي او اوباما حكومتونه وايي په دې اړه يې پلټني پيل كړي چي دغه پېښه څنګه رامنځته سوې ده.
دمخه تر دې د فراه چارواكو ويلي وو چي تر بمباريو څو ساعته دمخه دې سيمي ته نيژدې دوى له طالبانو سره جنګ كړى وو، چي وروسته امريكايانو د طالبانو په بهانه درې كلي بمبار كړل.
امريكايان پر طالبانو تور لګوي چي له ملكي كسانو څخه د سپر په توګه كار اخلي، خو د ياد سوي كلي اوسېدونكي وايي د دوى كلي ته نه طالب ورغلى او نه هم كوم وسله وال مړى موندل سوى دى.