کور / تازه خبرونه / دکاناډا صدراعظم په ناڅاپي سفر کندهار ته ورسېدئ

دکاناډا صدراعظم په ناڅاپي سفر کندهار ته ورسېدئ


د کاناډا صدراعظم ښاغلی ستفن هارپر په ناڅاپی تو ګه د چک د جمهوریت د سفر څخه وروسته کندهار ته ورسید، او هلته يی د خپلو پوځیانو سره د ليدني پر مهال وويل چي موږ ددې د پاره نه يو راغلي چي دا هیواد ونیسوبلکي خدمت ته راغلی یو زموږ هدف دئ چي افغانستان خپلو خلګو ته پریږدو.


ښاغلي هارپر د د پوهني په برخه کښي د ۲ میلیونو ډالرو مرستي ژمنه وکړه .


کاناډا دامهال په کندهار کښي څه باندي ۲۸۰۰ سرتیری لري او د ۲۰۰۲ څخه بیا تر اوسه پوري يې ۱۱۷ سرتیري وژل سوي دي .


ددې سفر پر مهال په افغانستان کښي د کاناډا سفر ښاغلي هافمن او ددې هیواد لوی درستیز ښاغلي والتر حضور درلود .


ښاغلي هارپر په کندهار کښي د کاناډایي پوځیانو د ځایونو څخه د هلیکوپټر په ذریعه لیدنه وکړه او د دالې بند یی هم له نژدی ولید ، کاناډا د دالې د بندو جوړولو تهد ۵۰ ملیونو ډالر و ژمنه کړې وه.


 د کاناډاد پوځی عملیاتو د پای نیټه د ۲۰۱۱ کال دی چي هارپر موافق دئ .