کور / تازه خبرونه / غزني: سيمه ايز مشرانو د کرزي بيا کانديد کېدلو ملاتړ اعلان کړ

غزني: سيمه ايز مشرانو د کرزي بيا کانديد کېدلو ملاتړ اعلان کړ


د غزنی ولایت په سلګونو موخه ورو اوسپین ږیرو دولسمشر حامد کرزي او دهفه د مرستیا لو څخه د دوهم ځل لپاره د جمهوری ریاست د پست ته د کاندېد کیدوپه خاطر خپل ملاتړ ا علان کړ .




 
د غزني ولايت مطبوعاتي دفتر مسول ښاغلی جهانګير وايي چي دغزني ولایت د مرکز او اړوندو و لسوالیو په سلګونو تنو اوسیدونګو نن  ۷ می ۲۰۰۹ د یوې لويي غونډي په ترځ کی د غزنی ښار د الجهاد په جامع جماعت کی دیوی غونډی په کولوسره د ولسمشر حامد کرزی او د هغه د مرستیالو دجمهوری ریاست د دوهم ځل لپاره خپل کانديد کېدو بشپړ ملاتړ څرګندکړ .



د غزني والي وياند له قوله په غونډه کي ګډونکونکی د خپلوخبر په ترځ کی زیاته کړه چی د هیواد د جمهور ریس حاید کرزی په دریو دوروکی د پام وړ خدمتونو په لړ کي د بېلګي په توګه د ملي يووالي ، ملي پوليسو او ملي اردو د جوړېدو په برخه کي د ښاغلي کرزي هڅي وستايلې .



راتلونکو ټولټاکنو ته د د اوسني ولسمشر حامد کرزي کانديد کېدلو په اړه له ځينو سيمو دنوموړي د ملاتړ خبرونه خپريږي خو ډيرئ افغانان د ولسمشر کرزي پر اداره دا نيوکه لري چي د اداري فساد ، بهرنيانو خپلسري عملياتو او بمباريو ، جنګسالارانو سره د حساب کتاب په برخه کي پاته راغلی دی .