د طالبانو لخوا د ۲۰۰۹ د می پر پنځمه نېټه د بهرنيو قواو لخوا د فراه ولايت د بالابولک ولسوالۍ پر اوسيدونکو د بمباريو له امله د يوې اعلاميې په خپرولو خواشيني څرګنده کړې ده ، د نوموړې پېښه کي نژدې ۱۵۰ سيمه ايز عام وګړي چي زياته برخه يې ښځي او ماشومان و ووژل سول .
که څه هم بهرنۍ قواوي د پېښي مسوليت د طالبانو پر غاړه اچوي او وايي چي دوی له دې سيمي پر دولتي ځواکونو بريد وکړ او بيا سيمه ايز وګړي يې د سپر په توګه وکارول خو طالبانو په خپله اعلاميه کي خپله ملامتې نه ده منلې ، د سيمي اوسيدونکو هم له رسنيو سره په خبرو کي وويل چي طالبانو له دولتي ځواکونو سره جګړه وکړه او له سيمي ووتل ، وروسته جنګي الوتکي راغلې او پر هغو کورونو يې بمباري وکړه چيري چي د کلي اوسيدونکو د جګړې له بېرې ځانونه په يوه کور کي خوندي کړي وو .
د طالبانو لخوا خپره سوې اعلاميې د لوستلو لپاره دا ځای کليک کړئ