له دې وطن نه پښتو تللی، ځان دې ستړی نکړې
ده جنازه يې پرون وتلې، ځان دی ستړی نکړې
دلته له ننګ نه جوړه شوې برجوره کلا
ډېره پخوا ده نړېدلې، ځان دې ستړی نکړې
چې رسېدله يې آسمان ته د وياړونو شمله
هغه پګړی سر نه لوېدلې، ځان دی ستړی نکړې
چې په کمزورو يې د زور ازمويل شرم ګاڼه
آ پښتونواله پرزيدلې، ځان دی ستړی نکړې
چې ويده کړی پښتنو وه د پښتو په قوت
ده هغه روی پاڅېدلې، څان دی ستړی نکړې
ًمونږً چې بدل په ًزهً او ًتهً شو پت له کوره ووت
اوس بې پتی کورته راغلې، ځان دی ستړی نکړي
ستا په فرياد نه بيداريږي ًجهانيًً ً ًکاروانهً
اسرافيل هم شپلی وهلی، ځان دی ستړی نکړی
د پردي ډول ته په يو مخ دی ً کليوال ً په ګډا
نړۍ يې سيل ته ودرېدلې، ځان دی ستړی نکړې.