کور / راپور / په کندهار کې نازوانا(ښځینه )کلتوري او ټولنیز بهیر جوړ سو

په کندهار کې نازوانا(ښځینه )کلتوري او ټولنیز بهیر جوړ سو

د۱۳۸۸  لمریز کال د ثورد میاشتې پر پینځلسمه د سې شنبې په  ورځ د كندهارولایت په مرکز کې دیوې پراخي غونډې په ترڅ کې د نازو انا کلتوري – ټولنیز بهیرپرانستل سو
دغه  پرانستونکې غونډه دلسګونوښځینه شاعرانو; لیکوالواوادبپالو میرمنواوښځینه ښووځیودزده کوونکو په ګډون د اطلاعاتو اوکلتور ریاست دغونډوپه تالارکي جوړه سوه .ددریڅ چاري ولولې تنها پرمخ وړلې اود خبرو لپاره يې نظیفې شاه.هارون حکیمي.سمیع غیرتمل.جانان مومن.عبیدالله تسل اونجیبې ارمان ته بلني ورکړې
ټولوپه خپلوخبروکي دنازو انا د بهیر جوړېدل دژبي.سیمي .ادب او په ادبیاتوکي د میرمنودونډي لپاره ګټور ګام وباله. خوښي يې  وښووله اوزیاته یی کړه دالومړې ځل دې چې په دغه ولایت کې دښځینه شاعرانو او لیکوالو لپاره یوه ټولنه یابهیر جوړیږې.
    دیادوني وړخبره داده چې دغه بهیر به د افغانستان دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیرد څانګي په توګه دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیرد له کړنلارې سره سم په کندهار ولایت کې د میرمنو د ‌ذ‌هنونو روښانولو ، په کلتوري ، ادبي اوټولنیزو برخو کې د میرمنو د خورو ورو فعالیتونواو د ښځینه  شاعرانو او ليكوالو د روزلو په برخه کې کار کوي .
     دنازوانا کلتوري ـ ټولنیز بهیر به په هره میاشت کي یوه پلاغونډه کوي. په غونډو کې به له جوړ سوي پلان سره سم پر کلتوري او ټولنیزو مسالو خبرې کیږې. دخپلو کاري موضوعګانو تر څنګ به د نجونو او میرمنو پر ادبي لیکنو کره کتنې کیږي او دهرې غونډې په پای کې به ازاده مشاعره کیږي . دغونډود تنظیم چاري به کندهارمېشتې ژورنالیسته اوتکړه شاعره  نظیفه شاه پرمخ وړي.
دیادونې وړ ده چې داطلاعاتو اوکلتور ریاست او دځوانانو داړیکو اومعلوماتومرکزدنازواناد کلتوري او ټولنیز بهیر سره د ټرانسپورټ او ځاې د برابرولو ژمنه کړېده .