ليکنه د: عبدالواحد آزاد، بي بي سي اردو
د هندوستان دوهم ډېره کى قوم مسلمانان دي خو د خپلو وطنوالو ورونو (هندوانو، سيکانو…) په مقابله کې په هر کچ او هر مېدان کې وروسته پاتې دي.
دا حقيقت د مسلمانانو حالت ته د کتنې لپاره د جوړې شوې يوې کمېټې په راپور کې څرګند شوى دى. دا راپور وايي چې په هند کې مېشت مسلمانان تر ټولو ټيټ او ناوړه حالت کې ژوند تېروي او په ټولنيز، سياسي، اقتصادي او تعليمي مېدان کې يې وضعه ډېره خرابه ده.
د مسلمانانو د دې وروسته پاتې والي سببونه ډېر ښودل کېږي او د مخنيوي کوښښونه يې هم وخت پر وخت کېږي خو دا يو تريخ حقيقت دى چې په هند کې مېشت مسلمانان نه يواځې دا چې د وروسته پاتې والي د دروند بار لاندې ژوند تېروي بلکې په نولس سوه اوه څلوېښت مېلادي کې د برتانيې لخوا د واک انتقال او ويش مسلمانان په خپل هېواد کې “مجرمان” کړل. دا ځکه چې د هند د وېش مسئوليت د مسلمانانو په سر واچول شو.
د مسلمانانو د وروسته پاتې والي د سببونو د يادونې پر مهال د جامعه اسلاميه مليه د تاريخ د څانګې ښوونکي رضوان قېصر وويل “د مسلمانانو د وروسته پاتې والي ځينې حقيقتونه تاريخي دي او ځينې سياسي”. هغه زياته کړه چې د مسلمانانو په وروسته پاتې والي د پوهېدو لپاره اړينه ده چې د حکومت، د ويش څخه وروسته د زياتو مسلمانانو پاکستان ته تګ او د هندو ملت پالو ګوندونو رول ته جلا جلا کتنه وکړو. د هغه په وېنا “تر ډېره حده مسلمانان د خپل وروسته پاتې والي مسئول پخپله دي.”
د رضوان قېصر له مخې مسلمانانو تعليمي چارو ته پام نه دى کړى چې له امله يې د اصلاحاتو عمل ځنډېدلى دى. ددې په ځاى چې تعليم ته پاملرنه وکړي، مسلمانانو تل احساساتي شخړو ته زور ورکړى دى او په همدې دوران کې د مسلمانانو د اقتصادي پرمختګ لپاره هيڅ کار نه دى شوى.
په سياسي او ټولنيزو چارو د ژور نظر لرونکي يو محصل صفدرعلي وېنا ده چې سخت دريځه هندوانو د مسلمانانو د پرمختګ په لار کې څه داسې مسئلې راپورته کړې دي چې مسلمانان په هغو کې بوخت شوي او د تعميري کارونو لپاره وخت نه لري.
دده په وېنا “ډېر ودونه کول، ډېر بچي پېدا کول، د پاکستان پلوي کول، تشدد خوښول او ځينې نور هغه تورونه دي چې هندوان يې په مسلمانانو لګوي، خو حقيقت ددې برعکس دى.” هغه زياته کړه چې ددې تورونو مسئوليت د مطبوعاتو په غاړه هم دى ځکه چې د دوى رول کرکجن او د هندوانو طرفداري کولو والا دى.
خو په سياست او ټولنيزو چارو نظر لرونکى يو بل محصل مناظر عالم بيا ددې خبرې سره اتفاق نه کوي چې ګوندې د مسلمانانو د پرمختګ په لار کې هندوانو خنډونه پېدا کړي دي. هغه وايي “د مسلمانانو خپل سوچ تل منفي پاتې شوى دى. مسلمانان د حقيقتونو د درک کولو په ځاى زر احساساتي کېږي او د تعليمي او اقتصادي پرمختګ د سوچ په ځاى په غېر ضروري شيانو کې انښتي وي لکه دا چې ږيره بايد څومره اوږده وي، ګډ تعليمي نظام پکار دى کنه، انګلېسي د تعليم ژبه پکار ده که نه ده، بانک سره کاروبار روا دى که ناروا، تلويزيون کتل روا دي که ناروا او داسې نورې چټي پوښتنې.”
مناظر عالم وايي “کله چې ساينسپوهان سپوږمۍ ته ختل او نوې تجربې يې کولې زمونږ ملايانو خندل او دا يې ګپ باله”
د هند د جماعت اسلامي د درې ورځنۍ “دعوت” جريدې چلوونکى پرواز رحماني هم دا خبره مني چې د مسلمانانو د وروسته پاتې والي مسئولين تر ډېره حده ملايان دي ځکه چې په ټولنه کې د هغوى رول منفي دى. خو نوموړى د حکومت په سر هم مسئوليت وراچوي او وايي “حکومت سياسي ګوندونه جوړوي او د سياسي ګوندونو خپل مجبوريتونه وي. هغوى د ووټونو لپاره کار کوي او له دې امله مسلمانانو سره هغه انصاف نه کېږي چې کوم پکار دى.”
د ځينو متخصصينو خيال دى چې قوم پالنې هم مسلمانانو ته ډېر زيان رسولى دى ځکه چې د مسلمانانو نه دا بې ځايه پوښتنې کېږي چې ته اول مسلمان يې که هندوستانى. مسلمانان که نه غواړي هم په دې خبرو کې ونښلي.
خو ځينې کتونکي بيا دا فکر لري چې هندوستان کې دموکراسي شته خو د واکمنۍ طرز د دموکراسۍ نه دى. لدې امله مسلمانان په پرمختګ کې د نورو سره برابر نه دي. دې نابرابرۍ د مسلمانانو اقتصادي ژوند او سياسي استازيتوب خراب کړى او کم کړى دى او د تعليمي ښه والي لپاره يې د حکومت اقدامات نابشپړه دي.
رضوان قېصر وايي چې مسلمانان ددې بدحالۍ نه د ايستلو لپاره نوي تعليم ته وده ورکول ډېر ضروري دي. ورسره حکومت له هم داسې اقدامات کول پکار دي چې د مسلمانانو د نورو قومونو سره توپير ونشي، بلکې ډاډګيرنه يې وشي. او په سياسي توګه د دوى په نښه کولو مزاج هم بايد ختم شي تر څو مسلمانان د اعتماد او باور ځواک پېدا کړي.
خو پوښتنه بيا هم هماغه ده چې مسلمانان کله خپلو بچو ته د تعليم ورکولو په ځاى په احساساتي شخړو کې ګېر او بوخت وي نو د پرمختګ لار به څنګه پېدا کوي؟