په هلمند کي يوې سيمه ايزي بُست راډيو نن د ثور پر ١٦مه خپله لومړۍ کاليزه و لمانځله .
دا لمانځ غونډه چي د بست راډيو په دفتر کي تر سره سوه پکي د هلمند د اطلاعات او کلتور ريس عليشا مظلوم يار ، د انګليسي ښوونيزو مرکزونو مسولين ، د ازادو کلتوري ټولنو نماينده ګان او يو شمير نور مخور کسان حاضر سوي وه . د غونډي په پيل کي د بُست راډيو د خپرونو مسول عزيز احمد تسل ګډون کوونکو ته د بُست راډيو د يوه کال پر فعاليتونو او د راتلونکي کال پر پلانونو مفصلي خبري وکړي . وروسته ټول ګډونکوونکي د راډيو سټيو ته ولاړل هلته د هلمند د اطلاعات او کلتور ريس او د بُست راډيو د مسول عبدالسلام ذاهد صاحب په لاس د يو واليوم په پورته کولو سره راډيو ته د نوي کال د پيل کولو وياړ ور په برخه کړ . د غونډي وروستۍ برخه د ستاينليکونو وه چي د بُست راديو د ادارې لخوا ددې راډيو د وياندويانو او ژورناليستانو لپاره په نظر کي نيول سوي وه ، د بست راډيو مسولينو د خپلو کارکوونکو ستاينه وکړه چي په نڅه امکاناتو يې ډير کار کړى دى هغه وويل داسي شپې ډيري راغلي چي تر سهار په ټول په کار بوخت وو هغه وويل څه چي بست راډيو کړي د هلمندوالو لپاره کافي ندي خو د دوى امکاناتو ته په کتو سره يې ډير څه کړي ستاينليکونه د بيلابيلو شخصيتونو په لاس د بُست راډيو همکارانو ته ورکړل سوه غوڼده په دعا پاى ته ورسيده
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه