قدرمنو هېوادوالو،
سږ کال د جون په وروستيو کې پښتو نړيوال کنفرانس د « د پښتنو کلتوري لومړیتوبونه، ستونزې او حل لارې یې» تر سرليک لاندې په کابل ښار کې جوړيږي.
په نوموړي کنفرانس کې د اروپا ميشتو پښتنو د نظرونو او وړانديزونو د بيانولو په موخه، د افغانستان معلوماتي مرکز راتلونکې يکشنبه يوه مقدماتي غونډه نيولې، چې تاسو ته پکښې د ګډون بلنه درکوو.
موږ په لاندې څلورو برخو کې د ستونزو او حل لارو په اړه ستاسو د نظرونو او وړانډيزونو په تمه يوو:
پروګرام:
۱. د پښتو ژبې تعمیم او وده
۲. په پښتنو کې په عام ډول اوپه ځانګړې توګه په نجونوکې د زده کړې او تعلیم عامول
۳. په پښتنو کې د منفي رواجونو سمون
۴. د پښتنو د کلتوري پرمختګ لپاره د اړیکو د شبکې جوړول
که په دغه ورکشاپ کې ګډون نه شیء کولای، نو هيله مند يو چې خپل وړانډيزونه موږ ته په ايميل کې راولېږﺉ. د دې لپاره تاسو له مل شوې فورمې څخه هم ګټه اخيستلی شیء.
وخت: يکشنبه، د ۲۰۰۹ کال د می ۱۰د مازدیگر پنځه بجې
ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک)، د بن ښار، جرمنی
پته :
AFGHANIC/Seminar-Raum
(im Brunn Autoland, III. Etage)
Justus-von-Liebig-Str 24
53121 Bonn, Germany
اړيکه :
Tel 0049228 – 409 76 30
Mobil 0049174 741 73 06
wardak@afghanic.org