کور / سياسي / دافغانستان اوسنی بحران او د حل لاري (۱)

دافغانستان اوسنی بحران او د حل لاري (۱)

زه غواړم په دغه ليکنه کي دافغانستان پر اوسنيو ستونزو او دهغو لپاره دحل پر ممکنو لارو بحث وکړم .

په دې منظور اړينه ده، چي دافغانستان اوسنيو ستونزو ته کتنه وکړو، علتونه ئې ومومو او دهغو پر بنسټ دحل لاري چاري ورته ولټوؤ.زه په دې باور يم چي موږ بايد ددې څېړنو او ارزونو په وخت کي په افغانستان او نړی کي شته واقعيتونه او تر ټولو مهم، دافغانستان ملي ګټي په نظر کي ونيسو. کله کله داسي حالات را مېنځ ته کېږي چي سياستوال اړ وي دمؤقت وخت لپاره يو شمېر زيانونه هم ومني او په پوره سنجش، زغم او دقيقي محاسبې سره دروښانه راتلونکي لپاره پاليسي وټاکي .

خوله هرڅه نه مخکي بايد ووايم، چي دافغانستان بحران ډېرپخوانی او پېچلی دی او داسي يوه طرحه وجود نسي لرلای، چي وکړای سي دغه مغلقي او زړې ستونزي په يو څو ورځو، مياشتو او يا يو دوؤ درو کلنو کي باالکل له مېنځه يو سي .

ددغه بحران اساسي ريښې بايد نه يوازي په تېرو اوؤ کلنو کي، بلکي دتېرو دېرشو کلنو نه هم وړاندي ولټول سي .

زموږد هيواد جيوپوليټيک او ستراتېژيک موقعيت، دټولني اتنيکي جوړښت، دېرش کلنه جګړه، دډېر پخوا نه دګاونډيو هيوادونو لاسوهني او دفشار او نفوذ غښتلي وسايل په لاس کي لرل، دعادي او سياسي سواد دسطحي ټيټوالی او يو شمېرنور عوامل سره راغونډ سوی دي، او دغه ډول حالت ئې رامېنځ ته کړي دي، چي اوس ئې ټولي نړی ته حل يو ستونزمن کار دی .

ځکه نو دداسي معجزې توقع لرل به، چي په لنډ وخت کي هر څه سم کړي، دواقعيت نه لېري خبره ده . خو يو شی ډېر مهم دی او هغه دا چي حالات بايد د ښه کېدو خوا ته بدلون وکړي، نه دخرابېدو خواته .

دافغانستان داوسنی بحران اساسي ريښې چي ظاهراً د ۲۰۰۱ کال دبن دکنفرانس نه راپيل سوي دي، بايد نه يوازي په تېرو اوؤ کلنو کي، بلکي دتېرو دېرشو کلنو نه هم وړاندي يعني واک ته دتيمور شاه درسيدو دپيل نه ولټول سي .

په دې ټوله موده کي يوه له اساسي ستونزو نه داوه، چي زياتره دواک اساسي کړی دداسي کسانو په لاس کي وې، چي نه يوازي ئې دافغانستان ګټو ته وفاداري نه لرله،بلکي دافغان او افغانيت نه ئې هم کرکه لرله .

له هم هغه وخت نه ټولي هڅي ددې لپاره روانې وې،چي پر افغانستان او افغانيت مين وطنپال افغانان بايد دواک او سياست نه ليري وساتل سي . ټوله هڅه به ددې لپاره کېده چي پښتانه په هغه صورت کي لوړو مقامونو ته پرېښودل سي چي له پښتو او پښتون ولۍ نه تېر سي، اوله بده مرغه دغه پاليسي تر نن ورځي پوري هم تر يوې اندازې دوام لري .

 زه غواړم لومړی د هغو ستونزو په لنډ ډول يادونه وکړم ، چي افغانستان نن ورځ ورسره لاس او ګرېوان دی، اوورسته له هغه نه هر يوپه بېلابېل ډول وارزوم، علتونه ئې وڅېړم او دحل ممکني لاري ئې په ګوته کړم، چي په دې ډول دي :

۱-بې امني

۲-اداري فساد

۳-مخدره مواد

۴-داقتصاد خرابوالی او وزګارتيا او نوري

۱ – بې امني

تر څو چي په يو هيواد کي امنيت وجود ونه لري، هلته نه ښونه اوروزنه ، نه بيارغونه، نه زراعت او نه هم دژوند نوري اړيني چاري پر مخ وړل کېدای سي . ځکه نوديوه هيواد دخلګو په ژوند کي امنيت او سوله تر ټولو ډېر حياتي ارزښت لري . خو له بده مرغه دوروستيو کلنو په بهير کي دافغانستان امنيت له يوې ورځي نه تر بلي نور هم خراب سوی دی .

په عمومي ډول د ۲۰۰۱ کال نه راپدېخواپه افغانستان کي د نا امنيو عوامل پر دوؤ برخو وېشلای سو، يعني :

لومړی – کورني عوامل او

دوهم – بهرني عوامل

کورني عوامل هم په ټوليز ډول کولای سو پر دوؤ برخو ووېشو يعني :

الف – د افغان حکومت اوپه اصطلاح دواک په دننه کي ناقانونه وسله والي ډلي ، جنګسالاران او نور کورني افغان دښمنه کړي دي، چي دګاونډيانو او دسيمي د استخباراتي شبکو سره اړيکي لري .

ب – د واکمنۍ نه بهر دافغانستان دحکومت وسله وال مخالفين، چي هغه هم له بده مرغه دبهرنيو استخباراتو له خوا رهبري کېږي .

الف – دافغان حکومت په دننه کي

زه په لومړي سرکي غواړم هغه عوامل وڅېړم، چي پړه ئې پر افغان حکومت او يا په اصطلاح دواک په دننه کي پرپنځم ستون يعني پرکورني افغان دښمنه ډلو ټپلو، ده .

کله چي په ۲۰۰۱ کال کي دبهرنيو ځواکونو په زور طالبان له واکه ليرل کړل سول او په افغانستان کي دبُن د کنفرانس دپرېکړو پر بنسټ نوی حکومت جوړ سو، نو دهيواد په ګوټ ګوټ کي خلکو دهغه نه په بې ساري توګه ملاتړ وکړ .

کله چي طالبانو کابل خوشي کړ او کندهار ته په دې نيت ولاړل چي دهغه ځای نه دبهرنيو پوځونو په وړاندي خپل ځواکونه بيرته سره راټول کړي ، خو دکندهار خلګو، سپين ږيرو او مشرانو هغوی ته وويل، چي موږ نورد جګړو نه ستړي سوي يو او غواړو دنړي دنوروهيوادونو دخلګو غوندي په سوله اوامن کي ژوند وکړو،ځکه نو تاسي بايددکندهار نه دبهرنيو پوځونو په وړاندي جګړه پيل نه کړی او دکندهار نه ووزی .

هغوی هم نه غوښتل دخلګو سره ځانونه مخامخ کړي، نوښه ئې دا وبلل،چي دکندهار او افغانستان نه بهر ځان ته خوندی ځای ومومي . دا په دې مانا دی، چي خلګ دطالبانو دواکمنۍ نه ستړي او خوا پوټه سوي وه او غوښتل ئې په سوله او امن کي ژوند وکړي اودا هيله ئې لرله، چي زامن او لوڼي ئې ښونځيو او پوهنتونو ته ولاړ سي او زده کړي وکړي، ناروغان ئې روغتونونه او صحي مرکزونه ولري، سړکونه ولري تر څو وکړای سي په ارامی او اسانتيا سره دهيواد ديوه ښارنه بل ته ولاړسي، کاروبار ولري، چي خپلو بچيانو ته يوه ګوله حلاله روزي پيدا کړي، يعني دسيمي اودنړي دنورو هيوادونو غوندي نورمال ژوند ولري .

خلګو خورا ډېري، خو مشروع هيلي لرلې . اما له بده مرغه له همهغه پيل نه دغو هيلوته درسېدو په لار کي يو شمېر کسانو، چي دکابل نه دطالبانودوتلو او لنډمهاله ادارې دجوړېدو تر مېنځ موده کي ئې دکابل او ولايتونو ټولي ادارې او پوځي مقامونه په خپله ولکه کي نيولي وې او خېټه ئې پر اچولې وه، داسي کارونه وکړل، چي نه يوازي ئې دخلګو دغه مشروع هيلي دخاورو سره خاوري کړې، بلکي يو ځل ئې بيا د۱۹۹۲ کال ته دورته حالت درامېنځ ته کېدو لپاره هڅي پيل کړې .

بهرنيو پوځونو ته ئې هم داسي ناسمي او ددښمنی نه ډک راپورونه ورکړل، چي آن هغه کاروان چي دخوست او پکتيا نه دښاغلي حامد کرزي سلامی او مبارکۍ لپاره کابل ته راتلل دطالبانو په نوم بمباران سول .

دافغانستان په شمال کي هم دپښتنو په وړاندي ددښمنۍ نه ډک کارونه تر سره سول او پښتون به دطالب په نوم ځورول کېدی، شتمني به ئې ترې غصبول او تېري به پرې کېدل . له همدې کبله ډېر پښتانه له شمالي سيمو نه کندهار، هلمند او آن پاکستان ته بيرته کډه سول .

دې ډول کارونو دنورو سيموپښتنو ته هم دخطر زنګ وواهه، چي ګواکي په افغانستان کي دنوي حکومت په راتلو سره هر څه چي روان دي، دپښتنو پر ضد او ددوی دله مېنځه وړلو او ټکولو لپاره کېږي . ځکه نو په پښتني سيمو کي ورو ورو دطالبانو سره خواخوږي پيدا سول او هغوی ئې د شمالي ټلوالي دجګړه مارو او پښتون دښمنه کسانوپه وړاندي يو بديل وګاڼه .

دې کارته دځينو هيوادونو داستخباراتي شبکو له خوا هم پراخ تبليغاتي کمپاينونه وسول، تر څو پښتانه دنوي واکمنی پر ضد ولمسول سي . دوی په دې پوهېدل، چي په افغانستان کی هيڅ واکمني نسي ټينګېدلای او بقا نسي پيدا کولای، تر څو پښتانه ئې ملاتړ ونه کړي .

که دافغانستان ټول تېر تاريخ ته نظر واچوؤ، نو وينو چي دپښتنودملاتړ نه پرته هيڅ حکومت دوام نه دی موندلی، چي دا طبعي خبره هم ده . آيا په المان کي کوم وخت ، کوم حکومت دوام موندلای سي، چي جرمنيان دي ئې ملاتړ ونه کړي او يا په روسيه کي داسي حکومت ټينګدلای سي، چي روسان ئې ملاتړ ونه کړي ؟ دنړی په نورو هيوادونو کي هم همدا ډول دي .

يعني اساسي پاملرنه دې ته وسوه، چي پښتانه بايد دنوي واکمنۍ نه مرور سي، چي دامرورتيا به بيا ددې سبب کېږي، چي نوی حکومت او نړی واله ټولنه په افغانستان کي ناکامه سي او دناکامۍ پايلي به داسي وي، چي نړی واله ټولنه به بالاخره په افغانستان کي ستړې سي او دافغانستان نه وتلو ته به اړ سي او بيا به دا وران ويجاړ، کمزوری او ناروغه افغانستان دوی ته پاته سي او هر څه چي دوی غواړي هغه به کوي . په دې توګه به ئې له يوې خواهغه احتمالي خطر، چي دغښتلي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان درامېنځ ته کېدونه ئې لري، لېري کړی وي او له بله پلوه به ئې دخپلو غليمو هيوادونو په وړاندي دجګړې په صورت له ارزان او آن مفت جګړه ايز ځواک دلرلو امکانات هم برابر کړي وي .

دبله پلوه نوي حکومت،چي تجربه ئې نه لرله، له يوې خوا ئې هر څه بايد له صفر نه پيل او دبنسټ نه ددولتي سسټم جوړول، پيل کړي وای، چي دا خپله ډېر ستونزمن کاردی اودډېرو کارپوهانو، وطنپالو روڼ آندو او په ډېره اندازه مالي، تخنيکي وسايلو او بشري قواؤ ته اړتيا لرله، چي حکومت هغه وخت دايو هم په اختيار کي نه لرل . او له بلي خوا ئې بايد دغو ننګونو ته وړ ځواب ويلای وای، چي له بده مرغه دپورته يادو سوؤ لاملونو له امله ونه سوای کړای، څنګه چي لازمه وه، غبرګون وښيي .

دغه ستونزي کېدای سوای چي په لنډ مهال کي ليري سوي وای، خو په کابل او ولايتونو کي پر ټولو ملکي او پوځي وزارتونو او ادارو، داسي کسانو خېټه اچولې وه، چي نه يوازي ئې مسلک چور، چپاول، بې ناموسي او وحشت وه، بلکي نه ئې غوښتل په افغانستان کي پر قانون ولاړه واکمني رامېنځ ته سي .

زموږ او ستاسو ټولو ډېر ښه په ياد دي، چي دنوي ادارې درامېنځ ته کېدو دلومړيو ورځو نه ددې لپاره تبليغات او هڅي پيل سوې ، چي دافغانستان نوم په خراسان بدل کړي او دافغانستان دپولي واحد يعني افغانۍ نوم هم بدل کړي او آن دا به هم ويل کېدل، چي نوم دي ئې ډالر سي .

ستاسو ټولوبه دبېرنګ کوهدامني، رهنوردزرياب، دستګير پنجشېري او نوروڅرګندوني دراډيو ګانو، ورځپاڼو او انټرنېټي سايټونو له لاري په ياد وي .

لنډه داچي ټول واک او ځواک دداسي کسانو په لاس کي وه، چي دنورو هيوادونو په اشاره او لارښونه دحکومت په دننه کي دافغانستان دورانولو او ويجاړولو لپاره هلي ځلي کولې او که به هر پښتون اعتراض وکړ، نو دطالب ټاپه به ئې پرې ووهل اوبهرنيان هم چي دافغانستان درښتيني حالاتونه سم خبر نه وه،وبه غوليدل اوتر هغه وخته چي حقيقت به څرګندېدی، دغه په اصطلاح طالب به ئې دومره وځوراوه، چي زړه به ئې دژوندنه ورتور کړ . دا پېښي يو ځل نه، بلکي په وار وار تکرار سوې .

دغه راز دبهرنيو پوځونو لخوا دناسمو رپوټونو او ناسمو استخباراتي مالوماتو پر بنسټ، چي په عمدي ډول دافغانستان دښمنه کړيو لخوا په ډېر مهارت جوړېدل، دبې ګناهو خلګو دکورونو دبمباريو، دکورونو تلاښي، ځورونو، دافغاني دودونو نه مراعتول او دبګرام او ګوانتانامو په زندانونو کي دبې ګناهو خلګو په کلنو ساتل او ځورول، هم هغه عوامل دي، چي نه يوازي ئې په افغانستان کي دامنيت دټينګښت سره مرسته نه ده کړې، بلکي خپله د نا امنيو دعاملينو نه ګڼل کېږي .

زه په دې باور يم ، چي اصلاً داوسېدني په سيمو کي ددرنو وسلو کارول او بمباريو کول هيڅ مجاز نه دی او په افغانستان کي دسولي او ثبات دټينګولو لپاره بايد يوازي پرپوځي ځواک تکيه ونه سي. بلکي دستونزي سياسي حل ته هم بايد اړينه پاملرنه وسي او ترډېره بريده کوښښ وسي، چي دخبرو اترو له لاري هم دحل ممکني لاري وموندل سي .

که څه هم دطالبانو درا نسکورېدوپه لومړيو ورځو کی ښاغلي حامد کرزي په کندهار کي دښاغلي ملا محمد عمر اخوندپه ګډون ټولو طالبانو ته عفوه وکړه او دهغوی نه ئې وغوښتل چي راسي دافغانستان دابادی او بيا رغوني په بهير او سياسي مبارزه کي ونډه واخلي . خو له بده مرغه په هغه وخت کي دحامد کرزي ددغه اعلان او وړانديز په وړاندي هم دافغانستان په دننه او هم دامريکا دمتحدو ايالتونو اوناټو ديو شمېر هيوادونو لخوا ډېر سخت دمخالفت غبرګون وښودل سو.

امريکايان او ناټوخو هغه وخت دخپل اسان بري په ميو مست وه او داسي ئې ګڼله چي دا خورا پېچلې ستونزه ئې په ډېره اساني سره حل کړېده او هغه دچا خبره ( سمي خبري هم نه ورسره کېدې ).

دښاغلي کرزي دعفوي کورني مخالفين پر دوؤ برخو وېشل کېدای سي، چي يوه ئې هغه کسان دي، چي دطالبانو درژيم دظلمونو نه ډېر سخت په تنګ سوي وه او ددغه رژيم دنسکورېدو نه ئې تازه ارامه سا کښلې وه، نو بېرېدل، چي خدای مکړه يو وار بيا هغه حالت پر واکمن نسي، ځکه ئې نو مخالفت وکړ، خو دامخالفت دومره جدي نه وه .

بله ډله جنګسالاران او دبهرنيو هيوادونو په استخباراتي کړيو پوري تړلي کسان وه او دوی اصلاً غوښتل ددغي پېښي نه دټولو پښتنو په خلاف کار واخلي او د طالب کلمه دداسي سوټي په توګه وکاروي، چي وکولای سي هر پښتون په ووهي . که نه نو دنېکټايي لرونکو طالبانو نه بل څه منظور اخستل کېدای سي .

ښه په هر صورت، هغه تېر سول، اوس داسي ښکاري، چي نړی واله ټولنه او په ځانګړې توګه امريکا او ناټو دې پايلي ته رسېدلي دي، چي ددوی مخکنی ستراتېژي سمه نه وه او هغه تېروتنی بايد سمي کړي او په نوې ستراتېژي کي آن دطالبانو سره دخبرو اترو ملاتړ هم سوی دی ( که چېري دښاغلي کرزي خبره هغه وخت منل سوې وای نو اوس به دغه حالت نه وای ) .

پر دې سربېره دپښتنو بچيان په کابل او يو شمېر نورو ولايتونوکي ددې حق نه بې برخي دي، چي په خپله مورنۍ ژبه زده کړي وکړي . دنړی په بل هيڅ هيواد کي ددې بېلګه نسي ليدل کېدای چي دهيواد اکثريت خلګ دي دخپلو حقونو دلاس ته راوړلو لپاره هلي ځلي اومبارزه وکړي . معمول خوداوي، چي اکثريت قوم واقليتونو ته دهغوی حقونه نه ورکوي او اقليتونه اکثريت ته سوال کوي چي حق ئې ورکړي، خو په افغانستان کی خبره بېخي سرچپه ده او اقليت قوم اکثريت ته حق نه ورکوي، چي دا هم دنن ورځی محصول نه دی او دادوه سوه کاله پښتانه دغه ډول ځورول کېږي .

دغه راز په پښتو ژبه دلوړو زده کړو مؤسسې په هيڅ کي حساب دي او هغه چي سته هم دومره ستونزي ئې ورته جوړي کړي دي، چي نسی کولای په نورمال ډول خپل درسونه مخ ته بوزي .

بهرنيو هيوادونو ته دزده کړو بورسونه هم هغو پوهنتونونو ته نه ورکول کېږي او يا ډېر لږ او دستونزو نه ډک ورکول کېږی، چي په پښتوژبه تدريس پکښي کېږي .

پښتو ژبه رښتېنی رسميت نه لري او داساسي قانون په خلاف په دولتي او نادولتي ادارو کي نه کارول کېږي . که چېري دکوم ولايت نه کابل ته په پښتو ژبه کوم رسمي ليک وليکل سي، نو په وړاندي ئې دپښتو دښمنه او ناروغو کسانوله خوا داسي غبرګون ښودل کېږي، چي نه يوازي ګواښل کېږي، بلکي غوښتنه ئې هم نه اجراکېږي . دې کار بيا پښتانه روڼ آندي، چي په ټولنه کي ډېر اغېز لري، دحکومت نه ناراضه کړی دي . دغه نارضايت نورهم په ټوليز ډول دپښتنو پر ناراضۍ اغېزه کړېده او دحکومت نه ئې دپښتنو ملاتړ نور هم لږ کړی دی .

دغه راز په بهرنيو هيوادونو کي دافغانستان په سفارتونو او سياسي نماينده ګيو او په ټوليز ډول دبهرنيو چارو په وزارت کي ټول مقامونه ديوه قوم او آن ديوې محدودي سيمو دخلګو په لاس کي دي،چي دپښتنو اونورو اقليتونو توازن هيڅ په نظر کي نه دی نيول سوی .

دغه په اصطلاح ډيپلوماټان، چي نه يوازي هيڅ مسلکي زده کړي نه لري، بلکي دافغان او افغانستان دښمنان هم دي . سربېره پر هغه په ټوله نړی کي دهغه حکومت په خلاف تبليغات اوپروپاګنډې هم کوي، چي دوی ئې په استازيتوب هلته ناست دي او کار کوي . په بهر کي دافغانستان په سفارتونو او نورو سياسي نماينده ګيو او په ټولېز ډول دبهرنيو چارو په وزارت کي دپښتو يوه کلمه اورېدلای او ليکلای نسي . که چېري څوک په پښتو ژبه خبري وکړي نو پاکستانۍ ورته ويل کېږي او اصلاً څوک خبري نه ورسره کوي .

په وروستيو وختونو کي دنړی والي ټولني سره دافغانستان دحکومت داړيکو دخړ پړ والي علت هم همدا خبره ده، چي دافغانستان استازي داسي کسان ټاکل سوي دي ، چي نه يوازي دپښتنو بلکي په ټوليز ډول دافغان دنوم سره دښمني لري . ځکه نو دوی د افغانستان دحکومت ددريځ نه دملاتړ او دفاع پر ځای، بهرنيانو ته دافغانستان او افغان حکومت خلاف څرګندوني او تبليغات کوي . دې کار بهرنيان هم هېښ کړي دي، چي هغه خلګ چي بايد دخپل مطبوع هيواد او حکومت نه دفاع اوملاتړ وکړي، هغه تخريبوي . بهرنيان هم داړتيا په وخت کي ددې حالت نه استفاده کوي او دافغانستان دټولو ستونزو پړه پر افغانانو وراچوي .

لکه څنګه چي زموږ اکثريت خلګ له بده مرغه نالوستي دي او زياتره روڼ آندو مو هم ونه سوای کړای، چي حالات په سم ډول وارزوي او جاج ئې واخلي، نو دناپوهي له مخي ئې هغه خواته مخه کړه، چي دحکومت مخالفين وه او دهغو کسانو سره ئې خواخوږي پيدا سوه، چي په ۲۰۰۱ کال کي ئې خپله شړلي وه او بالاخره ددې ټولو تېروتنو پايله داسوه،چي پښتانه په ټوليز ډول دحکومت نه ناراضه او خوابدي سول او دا هغه څه وه، چي دافغانستان دښمنانو غوښتل .

که څه هم يو شمېر افغان روڼ آندو او دسياسي چارو کارپوهانو په خپلو ليکنو او ويناوؤ کي افغان حکومت او بهرنيان ددغو غلطو پاليسيو او تګلارو ناوړه پايلو ته متوجې کول، خو له بده مرغه په هم هغه پيل کي ورته اړينه پاملرنه ونه سوه او اوس دادی کار داسي بحران او کړکېچ ته رسېدلی دی، چي نړی ئې د ستونزو او پرابلمونو سر مخامخ کړېده .

اوس هم ناوخته نه دی او که اوس هم دې خبري ته ډېره پاملرنه وسي، چي دپښتنو زړونه بيرته لاس ته راوړل سي او پورته ياد سوي پرابلمونه او يو شمېر نوري ستونزي لېري سي، کېدای سي، چي خلګ بيا دحکومت سره همکاري او ملاتړ پيل کړي .په دې صورت کي زه باوري يم چي دا کاربه دامنيت په رامينځته کولو کي لويه مرسته وکړي .

په ۲۰۰۲ کال په افغانستان کي دنوي حکومت دکار دپيل نه دروسيې او اېران پوځي ـ سياسي او استخباراتي کارپوهانو دافغانستان دشمالي ټلوالي لپاره سټراټېژي ترتيب کړه .

دغې ستراتېژی دوه لوري لرل، چي يو ئې دافغانستان په دننه کي او بل ئې دافغانستان نه بهر .

ددغي سټراټېژی له مخي دافغانستان په دننه کي شمالي ټلواله، چي په واک کي تر ټولو مهم پوځي، ملکي او استخباراتي مقامونه لرل، بايد داسي فضا رامېنځ ته کړي، تر څو پښتانه دنړی والي ټولني او په ځانګړي توګه دامريکا دمتحدو ايالتونو او ناټو په وړاندي ولمسول سي .

هغه کسان چي دافغانستان په سفارتونو او سياسي نماينده ګيو کي دافغانستان دلوړپوړيو استازو په توګه او هم دبهرنيوچاروپه وزارت کي دلوړپوړيو چارواکو په توګه کار کاوه، دادنده لرله، چي دپښتنو، نوي افغان حکومت او په نړۍ کي دافغانستان دحيثيت پر خلاف دنړی والو په ذهنيت کي داسي تصور رامېنځ ته کړي، چي ګواکي پښتانه ترهګر او افغان حکومت ناکام حکومت دی .

په راوروستيو وختونو کي ددې لپاره هم دېري هلي ځلي وسوې، چي دافغان حکومت او نړی والي ټولني اړيکي خړي پړي او آن دبحران تر کچي ورسوي .

ب – د افغانستان دحکومت وسله وال مخالفين:

له بده مرغه طالبانو هم په تېرو څه دپاسه اوؤ کلنو کي خپلو دټوپکونو او راکټونو شپېلۍ دپښتنو خواؤ ته نيولي وې .پښتانه ښونکي، انجنيران، ډاکټران، ژورنالستان، زده کونکي او دنورو کسبونو خلګ ئې ووژل،وئې ډارول او آن دبدن غړي ئې ترې پرېکړل، ښونځۍ، روغتونونه، کلينيکونه، پلونه، اداري ودانۍ او نوري عامه شتمنيو ته ئې اورونه واچول او له مېنځه ئې يوړل، اجازه ئې نه ورکول چی دبيا رغوني کارونه په پښتني سيمو کي تر سره سي .ځکه نوپه تېرو اوؤ کلنو کي په هغو سيمو کي چي پښتانه ژوند پکښې کوي، دښوني او روزني او بيا رغوني کارونه په ټپه درېدلي دي . خو په غير پښتني سيمو کي دجګړې او طالبانو دنه شتون له امله ډېر پر مخ تګونه سوي دي .

-دبېلګي په توګه په باميان کي هيڅ ماشوم ( انجوني او هلکان ) نشته چي ښونځۍ ته دې نه ځي .

خو خپه په دې يم چي زما طالب ورور ولي خپل پښتانه وروڼه او خوېندي نه پرېږدي، چي دروښانه سبادجوړولو لپاره خپل ماشومان هلکان اوانجوني ښونځيو ته ولاړ سي . دپښتنو خو يوه له اساسي ستونزو نه دزده کړو دکچی ټيټ والی دی .دښوني او روزني دوزارت دارقامو له مخي همدا اوس په پښتني سيمو کي دنژدې ۷ سوه ښونځې، چي شاوخوا ۳ سوه زره انجونو او هلکانو زده کړي پکښې کولې، تړل سوي دي . ددوی دادښمني دچا سره ده؟ دامريکايانوسره که دپښتنو سره ؟ دوی خو دامريکايانو ښونځۍ نه دي تړلي .

ځکه نو ډېری کسان پردوی داتورلګوي، چي دوی هم دخپل واک نه دي او دپردو په ايشارو او لمسون خپل وروڼه او خويندي او دپښتنو بچيان وژني، بې سواده کوی ئې، ښونځۍ او نور ي عام المنفعه ودانۍ ئې ورورانوي . که داسي نه وي نو ولي په پنجاب اوسيندکي يوه ښونځۍ هم نه سوځول کېږي . آن فتوا ورکول کېږي چي په پاکستان کي جهاد روا نه دی اوراسي افغانستان ته، چي دپښتنو دملک ورانول روا دی .

دغه جګړه افغانانو ته په ډېره لويه بيه تمامه سوېده . داخبره هم ټولو ته څرګنده ده، چي دجګړې له لاري يو لوری هم بری نسي موندلای . نو دحل يوازنۍ لاره دسولي خبري اتري دي .

که څه هم امريکا او په ټوليز ډول نړی والي ټولني ( د ايران نه پرته ) دطالبانو سره دسولي له خبرو نه ملاتړ کړی دی او داېې دحل يوازنۍ لاره بللې ده .خو له بده مرغه تراوسه پوري لا هم طالبان په رسمي ډول دسولي ددغه وړانديز په هکله چي دافغان حکومت او ښاغلي کرزي لخوا په وار وار سوی دی، مثبت غبرګون نه دی ښودلی . زه هيله مند يم، چي بالاخره به په طالبانو کي سالم عقل غلبه وکړي او دجګړې پر ځای به دخبرو له لاري شته ستونزي هواري کړي .

زه په دې باور يم چي په ۲۱ پېړی کي ستونزي د جګړې له لاري نه ، بلکي دخبرو اترو او روغي جوړي له لاري حل کېدای سي .

پايلي :

پورته يادي سوي ستونزي داسي څه نه دي، چي دحل لاره ونلري، بلکي که شته ستونزي او پرابلمونه په سمه اوبې پرې ډول وارزول سي، علتونه ئې ومندل سی او په بشپړ صداقت او اخلاص سره ئې دحل لاري چاري ولټول سي، نو کېدای سي په نسبتاً لنډه موده کي پر هغوی غلبه حاصله سي او ورو ورو افغانستان دامن، ټيکاو او پرمختګ پر لور ګامونه پورته کړي .

زه دلته ددې خبری کول اړين بولم،زه دهغو کسانو سره بالکل موافق نه يم، چي وايي په تېرو څه دپاسه اوؤ کلنو کي هيڅ نه دي سوي او يا ډېر لږ څه سوي دي .

زما له نظره په تېرو اوؤ کلنو کي ډېر زيات بنسټيز کارونه تر سره سوي دي، چي د هيواد دنورمال پرمختګ لپاره اړين وه . دبېلګي په توګه :

– د صفر نه ددولتي نظام جوړول، دڅه دپاسه شپږو ميلونو ماشومانو ښونځۍ ته تلل،دلسګونو پوهنتونونو، مسلکي زده کړو مؤسسو فعالېدل، دعصري مخابراتي سسټم ، دلارو او مواصلاتو جوړېدل، په ځينو برخو کي دريل دخط تېرېدل او دهغه په واسطه دشمال او لوېديځ موښلول، تر هرڅه لا مهم دډموکراسۍ او بيان دآزادۍ رامېنځ ته کېدل، چي له مخي ئې په هيواد کي په سلګونو ورځپاڼی، اونېزي، مياشتنۍ، مجلې، راډيو ګاني او ټلويزيونونه خپروني کوي، دزرو نه زياتو صحي مرکزونو، روغتونونو او کلينيکونو جوړسوي دي . دالړۍ کېدای سي نوره هم ډېره اوږده سي، خو په دغه ليکنه کي زما موخه دافغان حکومت لاس ته راوړني نه، بلکي په افغانستان کي دشته نا امنيو او بحران څېړل، ارزول او دهغوی دحل ممکنو لارو چارو لټول دی .

په افغانستان کي دشته ستونزو او پرابلمونو دلېري کولو لپاره هم افغان حکومت او هم افغان روڼ آندي په ټولېز ډول کولای سي يو شمېر اقدامات تر سره کړي .

۱-افغان حکومت :

لکه څنګه چي څرګنده ده، هيڅ غلچکي جګړه دخلګو دملاتړ نه پرته نسي تر سره کېدای، نو هغه کسان چي دافغان حکومت او په افغانستان کي مېشتو بهرنيو پوځونو نه دپورته يادو سوؤ عواملو له امله مرور سوي دي، په شکل دشکلونو دافغان حکومت دوسله والو مخالفينو نه ملاتړ او مرسته کوی . نو ددې لپاره چي په هيواد کي امن، ټيکاو او سوله راسي، تر هر څه لومړی بايدافغان حکومت دپښتنو دملاتړ دبيا تر لاسه کولو په موخه :

– دبهرنيو پوځونو لخوا دبمباريو، دکورونو بې ځايه تلاښي، نيولو او ځورولو او دافغانانو د دودونو نه دسرغړاوي جدي مخنيوی وکړی او دربړېدلو خلګو د دلاسا په موخه دي هم يو شمېر ګامونه پورته کړي .

– دهيواد په شمالي او مرکزي سيموکي دپښتنو په وړاندي زور زياتی، دشتمنيو غصبونه، تېری او ځورونه په جدي توګه بنده سي او ټول بېځايه سوي خلګ دي بېرته خپلو سيموته ستانه کړل سي او شتمنۍ دي ئې بيرته ورکړل سي .

– داساسي قانون سره سم بايد دپښتنو ټول حقونه اعاده سي، يعني پښتو ژبه بايد په دولتي اونادولتي ادارو کي په رښتېنې ډول رسميت پيداکړي او وکارول سي .

– په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کي دټولو مېشتو پښتنو بچيانو لپاره دي په مورنۍ ژبه دزده کړو امکانات برابر کړل سی .

– دبهرنيو چارو په وزارت او په بهرنيو هيوادونو کي دافغانستان په سفارتونو او نورو سياسي نماينده ګيو کي دپښتنو او پښتو ژبي انډول ته جدي پاملرنه وسي او ټول ډيپلوماټيک اُرګانونه دي ديوه قوم دانحصار نه وايستل سي .

– ددولت اداري سسټم بايد داسي جوړ سي، چي افغان دښمنه کړی او دپرديو مزدوران او اجنټان ونسي کړای، لوړو دولتي مقامونو ته لاس رسی پيداکړي . دعمومي مدېر نه نيولې بيا تر لوړترينو مقامونو پوري دمقرر ولو لپاره ترټولو اساسي شرط بايد وطن پالنه او دافغانستان ګټو ته وفاداري وي .دا کار به په افغانانو کي دملي روحيې په غښتلي کولو کي ډېره اغېزناکه مرسته وکړي .

۲- افغان روڼ آندي :

– بايد په دې پوه سي چي حق اخستل کېږي او ورکول کېږي نه . نو بايد دپښتنو دحقونو دترلاسه کولو لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي . موږ بايد سياست زده کړواو دمرور کېدو کلتور لېري وغورځوؤ . تر څو چي مو خپل حقونه تر لاسه کړي نه وي، بايد يو ګړۍ هم ارام ونه کړو .

– دملي مسائلو په خاطر بايد ټول اختلافونه يوې خواته پرېږدو او دملي ګټو په خاطرټول په يوه ليکه کي ودرېږو .

-ددومره خطرناکه او حيله ګرو چم ګاونډيانو په وړاندي دخپلو ملي ګټو نه دفاع کول څه اسانه کار نه دی . دا کار نه ستړې کېدونکې مبارزه،زغم، هوښيارتيا، دقيق سنجش او سرښندنه غواړي . زه په دې باوريم چي ددغو کيفيتونو په لرلو سره موږ هرومرو وکولای سو خپل اهداف تر لاسه کړو .

– موږ بايد هيڅکله هيڅ چا ته وړيا رايه ورنه کړو او دخپلي رايي په مقابل کي بايد شرايط وړاندي کړو.

– لکه څنګه چي پښتانه په تېرو دوؤ پېړيو کي له واک او سياست نه لېري ساتل سوي دي، ځکه نو ددوی زياتره دحکومت کولو او په دولتي مقامونو کي دچلند دعلمي اساساتو سره بشپړه اشنايي نه لري، نوپه دې خاطر اړينه ده، چي دحکومت کولو، دولتي جوړښت، دولت مدارۍ او په ټوليز ډول دسياسي علوموپه هکله ډېر کتابونه پښتو ژبي ته وژباړل سي، ترڅو ځوان نسل وکړای سي دهغه نه په راتلونکي کي دحکومت په ادارو کي ګټه واخلي . تجربه لرونکي سياست پوهان بايد دځوان نسل دروزني په موخه ځوانانو ته دسياسي علومو او دولت مدارۍ په هکله علمي سيمنارونه او غونډي جوړي کړي .

– افغان روڼ آندي بايد ددې وړتيا پيداکړي، چي زموږ دهيواد دسياسي ژوند په حساسو شېبو کي ښه سنجول سوې اوپه ارامو اعصابو سره پرېکړي وکړي . زموږ له ډېرو غټو نېمګړتياوؤ نه يوه داده، چي هرکله داحساساتو له مخي په توده وينه کي د ډېرو ارزښتناکه سياسي مسايلو په هکله تصميم نيسو او طبعي خبره هم ده، چي په سياست کي چي هر تصميم دتعقل، سنجش او بشپړي ارزوني پر بنسټ نه بلکي داحساساتو له مخي وي، هرو مرو ناوړه او ناکامه پايلي لري . له همدې کبله دی، چي زموږ خلګو ټولي جګړې ګټلي، خو سياستوالو مو هغه بايللي دي .

زموږ دهيواد په اوسنيو شرايطو کي داشونې نه ده،چي داسي يوه پرېکړه دي وسي، چي هغه په سلو کي سل دټولو خوښه وي. خو موجوده شريطو ته په کتو سره بايد داسي پرېکړه وسي، چي ملي اساسي ګټی تر ډېره بريده پکښي خوندي وي .

په مينه او درناوي

نوربيا