په غزني کې پنځلس وسله وال طالبان، افغان او ايتلاف ځواکونو نيولي دي.
په غزني کې پنځلس وسله وال طالبان، افغان او ايتلاف ځواکونو نيولي دي. تيره شپه[مرغومي پنځمه] افغان اوايتلاف ځواکونو د استخبارتي معلوماتو په اساس د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه پټنځاي چاپه ووهله، ١٥ پنځلس شکمن طالبان يې چي لس يې وسله وال او پنځه نوريې بي وسلي دي، نيولي دي.
محمد زمان د غزني ولايت امنيي قومانداني د امنيت امر لر ابر افغانستان ته يي وويل : په نيول شوو طالبانو کې دوه سميز قومندانان هم شامل دي . د امنيت آمر د نيول شوو ،قومندانانو نومونه ملا محمدشعيب او ملا محمدسليم معرفي کري دي .
قاري يوسف احمدي د طالبانو رسمي وياند لا تر دا مهاله رسنيوو ته څه ندي ويلي.