کور / خبرتیا او پيغامونه / په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د گډي جرګې اعلاميه

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د گډي جرګې اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحيم



په وروستيو ورځو کې له يو شمېر رسنيو څخه داسې خبرونه خپاره شوي، چې ګواکې په اروپا کې کلتوري ټولنې د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو ټولټاکنو کې د ځانګړي کانديد ملاتړ کوي.


په اروپا کې دافغاني کلتوري ټولنو جرګه، چې په شاوخوا اتو اروپايي هېوادو کې د يو شمېر کلتوري ټولنو استازېتوب کوي، د دې تر څنګ چې د افغانستان د ملي او کلتوري ارزښتونو ساتنه او پالنه خپله اساسي دنده ګڼي، د ټولنو په توګه د ولسمشرۍ په راتلونکو ټولټاکنو کې د هېڅ ځانګړي کانديد ملاتړ نه کوي او نه هم د دغو ټولنو تګلارې دوی ته په دې برخه کې د ځانګړي دريځ اجازه ورکوي. زموږ په اند هر څوک حق لري، چې د افغانستان د سياسي برخليک په ټاکنه کې برخه واخلي او له خپلې رايې څخه وړ استفاده وکړي او موږ په دې برخه کې د خپلو ټولو غړو د رايو او نظرياتو درناوی کوو، خو هېڅوک حق نه لري له يوه مجهول آدرس څخه د کلتوري ټولنو په استازېتوب د چا د ملاتړ ژمنه او څرګندونه  وکړي.

په هېواد کې روانه غميزه، افغان وژنه او ورسره تړلې په لسهاوو ملي او ټولنيزې ناخوالې زموږ د ژورې اندېښنې لامل دي. موږ هيله لرو، چې افغان ولس په خپل همت او درايت سره په ګډه وکولی شي له دغه ناورين څخه د ژغورنې اساسي، تلپاتې او اغېزمنه لار بيامومي. 


په درنښت