سرېزه :
د افغانستان د جمهوري رياست د مقام لپاره دمگړى څه د پاسه شپېته کانديدان په کابل کي حضور لري. پدې کانديدانو کي، انواع او اقسام موجودات او خلايق راغونډ سويدي. د افغانستان د جمهوري رياست انتخابات لکه د نوح علي السلام بېړۍ د هر قوم، نژاد، انس و جن، او د خلقي پرچمي څخه نېولې بيا تر غربي او ملا او طالب پوري سياسي طيفونه او تمايلات پکي ميندل کېږي. ديموکراتيک انتخابات خو همدې ته وايي. ماشالله کانديدان لکه د گور چيچيان د يو بل پر غوښو شخوند وهي. هغوى په کابل کي شپه ورځ سياسي چنې، ناندرې، او معاملې کوي. هغوى ته پر يوې ملي اجنډا يا سياسي مفکورو باندي را غوڼدېدل د پيريانو خبري ښکاري. ايگو او سپېره ځان ځاني خو همدې ته وايي. هر يو من، هر يو پهلوان، هر يو په يوازي سر هم حزب، هم کمپېين، او هم لېډر دى. هر يو د کابل په محرمانه او خصوصي ناستو کي د امريکا د پوره ملاتړ او حمايت لاپي شاپي وهي.
د جهان نور ملکونه په کلونو کلونو خوارۍ کاږي، احزاب جوړي، مبارزې کوي، خو موږ افغانان ماشاالله د برېښنا په منډه شا او مخته حرکت کوو. د چپ او راست،خلقي پرچمي، او مجاهد او طالب تر مينځ نوسان کوو. فقط په څو محدودو کلونو کي کله د ملاعمر سخت او بدوي خصلت، وخت نا وخت د هغه ناڅاپه دورې، او کله بيا د کرزي غفلت او رنگ په رنگ معاملې راباندي تحميلېږي. پداسي يوه سياسي فضا او محيط کي، د ازادو، منصفانه، او شفافو انتخاباتو هيله او خيال درلودل پوره ساده گي ده. زه گومان کوم چي د افغانستان راتکونکې انتخابات به د دولت مشروعيت غښتلى نه، بلکي لا کمزورى کړي. ځکه گومان کوم چي د افغانانو مطلق اکثريت به په انتخاباتو کي گډون ونه کړي، له انتخاباتو سره به شعوري او يا غير شعوري باېکاټ وکړي، او يا به له وچ مجبوريت څخه برخه پکي وانه خلي. د انتخاباتو په نتيجه کي به يو ځل بيا همدا محدود او پېژندل سوي کسان په يو ډول يا بل ډول ټگي کاميابه سي. نو بنا، ددې خلکو بيا انتخابېدل به د افغانستان سياسي او نظامي بحران لا پسي توپاني کړي. د حکومت مشروعيت ته به کاري صدمه ورسوي.
بلخوا، دکزري سياسي رقيبان او سيالان نه گوند لري، نه سياسي پانگه او ټيم لري، او نه هم پرته د امريکا له ملاتړ څخه يو قدم مخته تلاى سي. د محدودو کانديدانو په مينځ کي، يو هم ډاکټر اشرف غني دى. هغه تورت او پاک سړى دى. عالى تحصيلات يې کړي دي. په بين المللي ټولنه کي هم د وزن او اعتبار خاوند دى. په شخصي لحاظ هم د نظر او ارادې خاوند دى. مگر د نورو کانديدانو په شان ټوله تکيه يې د واشنگټن پر ملاتړ باندي کړې ده. په بل عبارت، په افغانانو کي گوند او ټيم نلري. مشر دى، خو لارويان نلري.
متن :
د واشنگټن پوست اخبار د مې پر ٢ د افغانستان په انتخاباتو کي د رواني گډوډۍ په اړه د مېرمن پامېلا کانسټبل يو تحليلي رپوټ خپور کړى دى چي دلته يې لنډيز او ازاده ژباړه لولئ.
د افغانستان د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د کانديدانو تر مينځ داسي گډوډي حاکمه ده چي د کرزي د بيا کاميابه کېدو چانس ورځ په ورځ زياتېږي. مخالفان په انفاق او گډوډۍ کي ډوب دي. همدا اوس، قريب شپېتو کسانو د جمهوري رياست د مقام لپاره خپله علاقه ښودلې ده. دلته او هلته يې د خپلي کانديدي لپاره کمپين کړى دى. خو تر اوسه پوري، يوه کانديد هم ځآن ندى راجستر کړى.
په کابل کي، شپه او ورځ د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره د پردو تر شا او په خصوصي ناستو کي معاملې کېږي. پخواني مات او معامله گر کمونسټان، د مجاهدينو بد نامه قومندانان، او تش لاسي او ډارن غربي ټگان ايتلاف او سازش سره کوي. د جمهوري رياست يو احتمالي کانديد ښاغلى جلالي وايي، “موږ هڅه کړې ده چي د ملي اجنډا پر شاخوا يو ټيم راغونډ کړو، خو تر اوسه پوري ناکامه سوي يو. نو بنا، کرزى شېبه په شېبه غښتلى کېږي. مشکل ايگو ده. هر څوک فکر کوي چي د کاميابۍ چانس يې تر ټولو نورو ښه دى، نو بنا هيڅوک روغي جوړي او کامپروماېز ته غاړه نه ږدي.”
که څه هم کرزي نهايت بدنامه دى، خو اوسنۍ گډوډي د هغه د گټولو چانس ډېروي. که چيري کرزى انتخابات وگټي، هغه مجبوره دى چي افغانانو ته ډاډ او اعتماد ور کړي، خو دا کار ناممکن برېښي. هغه په اتو کالو کي د افغانانو اعتماد او باور تر لاسه نه کړاى سو. هغه مجبوره دى چي د امريکا او پاکستان سره هم خپل خړپړ روابط بهتره کړي.
د کرزي د بيا انتخابېدو چانس هغه وخت لا غښتلى سو چي د انتخاباتو تر کېدو پوري پخپل مقام کي پاتي سو. هغه لگيا دى چي پدې پاتي څو مياشتو کي د جمهوري رياست امکانات پخپل کمپېن کي وکاروي. پدې تېرو څو ورځو کي، د کرزي مخالفي جهبې يو په بل پسې خرابېږي.
په يوه جالب او سينمايي اکټ کي، ګل اغا شيرزى د کرزي په گټه تېر سو ، او په بدل کي د پخوا غوندي د ننگرهار والي پاتي سو. د ښاغلي شيرزي همدا اقدام حتى د هغه پخوانى وياند او ملگرى خالد پښتون هم دېته اړ ايستى چي د خپل پخوانى مشر د اقدام په اړه غوسه او مخالفت وښيي.
بلخوا، د زلمي خليلزاد د کانديدېدو اوازې هم خورې دي. ځيني افغانان هغه ته “امريکايي کانديد” وايي. مگر د اوباما اداره ټينگار کوي چي د افغانستان په انتخاباتو کي خاص او ټاکلى کانديد نلري. په بل عبارت، د هيچا ملاتړ نه کوي.
دريم، کانديد د ماليې پخوانى وزير، اشرف غنى دى. هغه څو مياشتي کېږي چي د خپل ځان لپاره کمپېن کوي. څو ځله افغانستان ته تللى دى، په يوه کتاب کي يې د خپل هېواد د راتلونکى په باب خپل نظر هم بيان کړى دى.
کرزي پدې نژدو وختونو کي د جنرال فهيم سره پټي معاملې کړي دي، او د مرستيال ژمنه يې ورسره کړې ده. د کزري دې اقدام افغانان ډېر اندېښمن کړي دي. فهيم د مجاهدينو د پېر ډاکو، قاچاقبر، او د مليشاوو قومندان دى. د افغانستان د بشر د حقوقو د کميسيون ريس، نادر نادري وايي. “د فهيم مرستيالول خلک ډارولي دي. ځکه دا ټولي سياسي منډي او فعاليت د سياسي مفکورو پر اساس ندي، بلکي ددې لپاره دى چي کرزي بيا انتخاب سي او ځيني معلوم خلک بيا پر اقتدار سي.”
افغانان وايي که څه هم کرزي او څو تنه سياسي مقتدر مشران او قومندان په معاملو او سياسي تجارت سره لگيا دي، خو ښايي د هغوى همدا سياسي لوبي په افغانانو کي د راتلونکي انتخاباتو مشروعيت او اعتبار له سره ختم کړي.