د زابل ولایت په بیلابیلو امنیتی پيښو کی لږ تر لږه شل تنه وژل شوی
لمړۍ پيښه د زابل د شملزو او شینکی ولسوالیو ترمنځ د سوې په سیمه کی هغه وخت رامنځته شوه کله چی د ملکی کسانو یو تراکتور د سړک د غاړي د یوه ښخ شوی ماین ښکار شو د شملزو ولسوال وزیر محمد جوادی د ټلیفون پر کرښه لراوبرته وویل چی په چاودنه کی دولس تنه ملکی وګړي وژل شوی چی دده په خبره ښځی او ماشومان هم پکي شامل دی
بله پيښه هم په شملزو ولسوالۍ کی رامنځته شوي ده ، ولسوال وايي چي طالبانو غوښتل د لاري پرسر ماین ښخ کړي چی خپل ماین ورباندی وچاودید او دواړه طالبان یی ووژل
دوهمه پيښه نن د زابل مرکز کلات سره نژدي د امند پله په سیمه کی هغه وخت رامنځته شوه چی وسله والو طالبانو د یوی امنیتی کمپنۍ پر ساتونکو برید وکړ
د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي چي په برید کی د امنیتی کمپنۍ شپږ تنه ساتونکي وژل شوی او دوه موټره یی زیانمن شوی دی
سرجنګ زیاته کړه چي په برید کی ځلور تنه ملکی وګړیو ته هم مرګ ژوبله اوښتی چی دده په وینا د سیمی څخه د تیریدلو په حال کی وو
ده زیاته کړه چی وروسته پولیس سیمی ته ورغلل او طالبانو له سیمی تيښته وکړه
طالبان د وروستی پيښي مسوليت منی د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی وايي چی برید د دوی جنګیالیو کړی چي دده په خبره ۱۳ سرتیری یی وژلی دوه موټره یی ویجاړ کړی او یو رینجر او یوه اندازه وسله یی له ځان سره د غنیمت په ډول وړي ده
خو دولتی چارواکي د طالبانو دغه ادعا نه منی
د یادوني وړه ده چی په روان کال کی په زابل کی دا تر ټولو خونړۍ پيښي دی چی په ترځ کی یی لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه