نيشنليزم په لغت كې ملت پالنې ته وايې اوپه اصطلاح كې دخپل هيوادوالو سره ژوره مينه كول او په هرحالت كې دملت څخه ځان قربانولو ته وائې.
په اوسنې وخت کښې نيشنليزم(قوم پرستي) يوه داسي فلسفه ده چې دورځنې سياست يوه برخه جوړه شويده .
ددې نيشنليزم په وجه په تيره شلمه پيړۍ کښې دوه نړيوال جنګونه وشول . اونن هم دقوم پرستۍ چغې اونعرې دنړۍدګوټ ګوټ نه پورته کيږې مونږ اوتاسې ئې په مجلو اواخبارونو کښې لولو اوپه راديو ګانو اوتلويزنونو کښې ئى وينو اواورو . زما په نظر هغه څوک قوم پرست دې چې دخپل ملت اوهيواد دخوشحالۍ دپاره کاروكړي او دنورو دتيري څخه ئې و ژغورى اويا ورته ازادى و اخلى. .
كه په كوم هيواد كې قومونه خپلو ژبنى، اقتصادې ، سياسې . اومذهبې تعصب ته وده وركړي نوپه ساده ژبه دې عمل دقومونو لوټول اويا ورته قوم پرستې هم وئيلى شو. هر هغه څوك چې د قوم پرستۍ اونسل پرستۍ ترنوم لاندې Negative نيشنليزم وكړي دا تباهې كوې. ددوي كلتور، اقتصاد، ژبه او پيژندنه له مينځه وړې. څنګه چې اروپائې قومونو تردې پاليسې لاندي لومړى نړۍ لوټ كړه او ترخپلې سينې لاندې كړه چې ترننه وركه ده. او ورپسې يې صنعتې انقلاب نه وروسته دخاموموادومنډې تر نوم اودټيكنالوژۍ په زور يې يوځل بيا محتاج اوغلامان كړل.ددي سره سره اروپائې قومونه دي فلسفې ته تياروو چې د پښتونخوا لوى افغانستان په جغرافيائې پروتووالى نظريه او خبرې اترې وكړې. داڅرګنده خبره ده چې دافغانستان خاوره داسيا زړه او دهند دروازه ده.
اودې سره سره عصري ملتونه د لومړې ځل لپاره د منځنيو پيړى په پاى كې را منځته شول. دغه په څورلسمه پيړۍ كې په ايټاليا ، په شپاړسمه او اوولسمه پيړۍ كى د لويدځۍ اروپا په نورو هيوادونو كې د رنسانس په مرحله كې منځته راغلل . د بده مرغه افغانستان په دغه دوره ( ١٥ او ١٦ پيړى )كې د مغلو لخوا وران شوى او د ګوډ تيمور تر هجوم او تسلط لاندې راغلى و. تر هغه وروسته له شپاړسمې څخه تر اتلسمې پيړى پوري افغانستان د هندې ګورګانيانو او د پارس د صفويانو تر منځ ويشل شوى او د تجزيې په حال كې و. په همدغه وخت كې د منځنۍ پېړۍ په اروپا كې نوى هيوادونه منځته راتلل. د نوموړو هيوادونو ملتونو د كليسا د تسلط او فيوډاليزم پر ضد مبارزه كوله . په دغه مبارزه كې په ښارونو كې نوى را پيدا شوى بورژوازۍاو اصلاحاتو غوښتونكو مذهبې منورينو د خپلو پاچاهانو په مشرۍ د كليسا، فيوډالانو او افراطې مذهبې عناصرو پر ضد په سخته مبارزه اخته وه . همدغه په اروپا كې د ملتپالنى په مانا د نيشنليزم او نويو ملتونو دجوړيدلو نهضت و. ددى مبارزى په دوران كې داسې ملتونه منځته راغلل چې پخوانى اروپا يې پر بل مخ واړوله، هغه اروپاچې په منځنيو پيړيو كې فيوډالى ټولنه وه، تړلى اقتصاد يې درلود او پر عقلې او كلتورې ژوند يې كليسا مسلطه وه.
په يوې داسې اروپا واړوله چې په بيلابيلو هيوادونو كې يې مركزې دولتې او نورې موسسې مسلطې شوى وې اواروپا يې د صنعتې انقلاب لپاره تياره كړه .پدې توګه په اروپا كې د بشر په تاريخ كې د لمړي ځل لپاره نوي ډول ملتونه او دولتونه راغلل. همداغه نوي ډول ملت وروسته په غښتلي دولت_ملت يا ملې دولت واوښتۍ .عصرې دولت چې د خلګو د عمومې اداري له لارى انتخابيږي دولت_ ملت بولى او د ملت عمومى اراده د ملت د ټولټاكنې له لارى منځته راځي. په دې صورت كى نو پخوانې دولت چې پر ملت حاكم و، ملت يې تابع او خلګ يې تبعه وه په دولت_ملت اوړى . په دغه نوى ډول دولت كې ملت او دولت دواړه حقوق او موكلفيتونه لري او خلګ د ټولنى ښارونډيان (citizen) وي ، يعني د ملي دولت ښار ونډيان پخپله ټولنه كې حقوق او وظيفيې او د ټولنې په چارو كې ونډه لري . د پخواني دولت وظيفی دغه وې چې په ټولنه كې د ګډوډۍ، قيامونواو هرج مرج مخه ونيسي او د هيواد د پولو حفاظت وكړى ، په تاريخې دولتونو كې د عامه رفاهيت تامين او د عامه اوخصوصې ښېګڼو تړون د دولت وظيفه نه ګڼله كيدله.(هماغه کتاب) ليكن عصرې دولت چې د ملت لخوا انتخابيږي په حقيقت كې د ټاكل كيدلو په وخت كې له ملت سره د ځانګړو وظيفو د اجراكولو په اړه يو قرار داد يا تړون كوى. له همدې كبله دولت_ملت يا ملى دولت وظيفه لرى، هغه وعدې تر سره كړى چې ملت ته يې د انتخاباتو په وخت كې وركړي وي . خو كه دولت خپلې ژمنې تر سره نه كړي نو ملت هغه په سوله ييزه توګه ليرې كوي او بل دولت انتخابوي، په لنډه توګه ويلاى شو چى په عصرى نړۍ كې د دولت انتخاب د ملت حق دى، خو د بده مرغه افغانانو د خپل ټول تاريخ په بهير كې د عمومې بيرته پاتى والى له كبله دغه خپل حق نه ګاڼه . ځكه نو ويلاى شو چې په سياسې او اجتماعې بيرته پاتى والى كې تر ټولو د پام وړ مسُله هماغه د دولت انتخاب دۍ كوم چې پخوانيو ملتونو يوازې د پاچاهانو او اميرانو ميراثې حق ګڼۍ او د نړۍ په زياتو هيوادونو کې، دهغې جملې څخه زموږ په هيواد كې خلګو په سياست كې برخه اخستل د ځان حق نه باله . د ډموكراسې جوهر همداغه ټکې کې پروت دى .
ليكن افغانانود تيرو څلويښتو كلنو په بهير كې د زياتو قربانيو په وركولو سره په سياست كې د برخې اخستلو حق تر لاسه كړۍ دۍ او د دولت رئيس او د پارلمان ټاكل د ځانو حق بولي .
په بيلابيلو انتخاباتو كې د خلګو پراخه برخه اخستل د عمومى بيرته پاتې والي د تشخيص شوى ناروغى د سمدستي علاج پيل دى اوهر انتخابات د عمومې بيرته پاتې والى پر ضد د مبارزې شروع ده.
۳. بيلابيل علتونه ډموكراسى تر سوال لاندې راولى .مثلاً زيات شمير افغانان او زيات جهانيان ډموكراسۍ ته د شك په سترګه ګوري . دغه به زيات علتونه ولري خو يو شمير يې لاندنې دي :
الف_ څرنګه چې د يوې خوا د بيلابيلو علتونو له كبله د عصر ډموكراسى نظام اساسات په لويدځ كې ايښودل شوى دى او ډموكراسې تر زياتى اندازې له اروپا څخه آّسيايې هيوادونو ته غځول شوې ده او د بله پلوه اسيايى او افريقايى هيوادونه د همدغو اروپايانو تر استعمار لاندې وه ، نو د ډموکراسۍ په اړه د نړۍ زياتو خلګو ته د سلګونو كلنو راهيسى يو ځانګړې ډول منفى نظر په ميراث رسيدلى دی . ځكه ټولو اروپايى هيوادونو له هغې جملي څخه برتانيى او فرانسې د خپلو مستعمرو خلګ په ډيره بي رحمه توګه استعمارول، ځكه نو زيات خلګ تر اوسه هم ډموكراسى يو استعماري نظام بولى. يوازى يو شمير هيوادونو لكه هند وكولاى شوه چې د نړۍ تر ټولو ستر ډموكراسى نظام جوړ او له لويځ سره په سيالي
كې ودريږي . د غربې اقتصاد پوهانو د وړاندې ليدونو له مخې به هند د اقتصادې پلوه په ٢٠٢٠ كى تر هر اروپايى هيواد پر مختللى هيواد وي .
ب _ څرنګه چې د اروپايى هيوادونو كلتور له اسيايى هيوادونو سره ډير توپير لرى، مثلاً په لويديځ كې د طلاقونو شمير ورځ په ورځ زياتيږى؛ د خپلوانو ترمنځ خواخوږى كميږى؛د همجنسو ودونو (نر له نره او ښځه له ښځي سره) قانونى بڼه لرى ؛ښځه ډيره بى ستره شوى ده او نور ، څرنګه چې موږ دغه ټوله كارونونه ډيره بې ننګې ګڼو، نو د خلګو مو له ډموكراسۍ څخه خوا توره شوې ده .
ج _ څرنګه چى يو شمير غربې هيوادونه د ډموكراسى د رواجولو په پلمه داسې كارونه كو ي چې د نړۍ خلك يې له ډموكراسۍ څخه بيزاره كړي دي . مثلاً متحده ايالاتو د كوم قانونى دليل پرته د نړۍ د خلك د عامه ذهنيت حتى د خپلو اروپايى متحدينو سره په مخالفت كى پر عراق حمله وكړه او هغه يې داسې وران كړ چى عراقيان او جهانيان په صدام پسې ارمان كوي .او نور .د پورتنيو مسائلو په اړه څو خبرې د يادونى وړ دي ، مثلا،ً زموږ زيات شمير روڼ اندى فكر كوي چى ډموكراسى يوه غربې پديده ده او په لويديځ كې دښځى او نورو په اړه دغه ټولې ازاد ګانې او بي باكې د ډموكراسۍ نتيجه ده او له دې كبله موږ بايد د غربى نړۍ له فساد څخه خپل خلك، خپل كلتور، خپل لباس، خپله غيرت اوعزت، خپله حيا او نزاكت وساتو .د يادونۍ وړ خبره داده ، د نړۍ تاريخ شاهد دى چى ډموكراسى د بشر يوه لاسته راوړنه ده او دغه په يوه هيواد او يوه لويه وچه پورى اړه نه لرى . بشر د زرګونو كلنو راهيسې اجتماعې مسًلې په مشوره او د خلكو په رائيو حلولې . دغه د ډموكراسى اساسې مساله ده، چى ټولنپوهانو د بشر د ابتدايى ډموكراسى په نامه ياده كړې ده . دغه شان ډموكراسى زموږ د هيواد په تاريخ كې د لږ تر لږه پنځو زرو كلنو راهيسې د جرګو په شكل كې موجوده وه .پوهيږو چى زموږ په هيواد كې د جرګو عنعنه د ابتدايې ډموكراسۍ ادامه ده، په هغوى كې د خلګو د رايو په واسطه په وړو جرګو كې حقوقې او جزايې او په لويه جرګه كې ملې او سياسې مسًلې حليدلې او حليږى .په عصرې ډموكراسې كې هم اساسې مساله يعنى د اجرائيه قوي او د هغه د مشر (لومړي وزير، ولسمشر) او د مقننه قوې يا قانون جوړونكى او حكومت كنټرولونكى قوه ( پارلمان،ملى شورا، كانګريس) ، د خلګو په رايه ټاكل كيږىپوهيږو چى يو يا بل ډول سياست د يوه اولس د كلتور برخه ده ، خو په كلتور كې زيات نور شيان شته چى د كلتور په جوړولو او بدلولو كې برخه لرى، مثلاً اجتماعې شرائط ، اقتصادى وده او سياست د يوه ملت كلتور په تدريجې توګه بدلولاى شي . مثلاً په اروپا كى د ميرمنى حجاب تر سرمايه دارى نظام ډير پخوا هم له اسلامې كلتور او له هغې جملې څخه زموږ له كلتور سره ډير توپير درلود. ميرمن په اروپا كې حتى څو زره كلونه پخوا ، د يونان په حكومتونو او د روم په امپراتورى كى ډيره بي حجابه وه. كه د اروپا په نوموړو تاريخې مرحلو كې د ښځو را پاتى مجسمي وليدلى شى نو پر مخ لوڅي مجسمې هم شته . همدا ډول حتی د منځنوي پيړيو د عيسوي دين په موجوديت كې د ښځو پونډى ، تر څنګلو پورته مړونونه او د سينې زياته برخه لوڅه وه ، په داسې حال كې چې په افغانستان كې تر تيرو شپيتو كلنو پورى لا د بُرقې ، بُقرې يا بوغرې په نامه خاص ډول څادرونه پر سر كيدل او دولاق يا دولاغى په پښو اغوستلې كيدلې. په دغه ډول څادر او دولاقو كى به ميرمن د سر له نوكانو څخه د پښو تر وريښتانو پوري پټه وه چې طالبانو همداغه څادر د افغانستان ملې او مذهبې حجاب باله. او دهيواد په تورسرويې اجباراٌ داغوستلو امر كړي وه.
د_ يوه بله مساله چى د ودي په حال كې هيوادونو خلك له ډموكراسى څخه بيزاره كولاى شي، هماغه له منتخب مقام څخه د فاسدو عناصرو ناوړه استفاده ده . مثلاً په نوموړو هيوادونو كې ډير داسې كسان او جنګسالاران او نور شته چې له غلا ، اختلاس، قاچاق،لوټ ، جګړې او نورو لارو څخه يى بې شماره شته تر لاسه كړي وي . هغوى ددغه مال په زور او د خلګو د غولولو له لاري ځانونه انتخابي موقامونو ته رسوي او وروسته د هماغه مقام له لاري پر خلګو ظلم كوى او د وسله والې غلا پر ځاى په ښه لوړه سويه مقامې غلاوي كولاى شي او خلګ له انتخاباتو او ډموكراسى څخه بسزاره كوي .دغه او نورى ستونزې د ملې او ډموكراټيك نهضت په وړاندې پرتې دي، چې د هغوى وظيفې نوري هم درنوي . ملې او ډموكراټ روښانفكران نه بايد د نوموړو مشكلاتو له كبله د عوامو غوندې مايوسه شي او ووايې چې انتخابات، منتخابات په درد نه خورى ،بيا به هم هغه اش ، هغه كاسه وى افغان ملې او ډموكراټيك غورځنګ نبايد د خپلو اهدافو د لاسته وروړلوڅخه مايوسه شي ، بلكې په عوض كې بايدد مبارزې په لمړى سر ى هغه خلك چى دوى ورسره په تماس كى دي د فاسدو عناصرو او بدكارانو په دسيسو وپوهوي او هغوى ته دغه حقيقت روښانه كړى چې د نوموړو فاسدانو آرزو همدا ده چې تش په نامه ډموكراسې او انتخابات موجود، خواصلې كار د دوى په لاس كې وي . ډموكراټيك جنبش بايد ډموكراسي د ننى ورځى له نمايشى حالت څخه وباسې او په رښتنې ډموكراسې يې واړوى . روښانفكران بايد په راتلونكې كې د خلكو د رايو په زور د عادلانه ټولنې د جوړولو هيلې د خلكو په زړونو كې ژوندۍ وساتې او هغوى سياسې مبارزې ته وهڅوي .
و- ډ.هاورډپخپل يو كتاب كې ليكې: يوملت هغه وخت دپرمختګ په لاره تلاى شې چې نيشنليزم ولري اودي سره سره پيټريټ (هيوادپال) هم وي. يعنې په هر څه كې خپل هيوادغوره وګڼې. مثلا خپل ملې لباس ، خوراك، كلتور، عادتونه او خصلتونه دلاسه ورنكړي نو هله به هغه ملت دكاميابۍ په لاره ګامونه واخلي.