نن دافغانستان په هر ګوټ کې هر افغان بچی په دې پوهيږي چې د تېرو دريو لسيزو بدبختيو ، ورانيو او د بې ګناه خلکو د وژل کيدو له اصلي لاملونو څخه يوهم د افغانستان په کورنيو چارو کې د ګاونډيو هېوادونو داستخباراتي او نظامي کړيومغرضانه لاس وهنې وې ، ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او استخباراتي سازمانونو يې د خپل پايښت له پاره نه د ګاونډيتوب اصول مراعت کړي او نه يې د يو مسلمان هيواد په توګه د اسلامي احکامو پر بنسټ چلند کړی همدارنګه د نړيوالو موازينو او اصولو پر بنسټ يو هيواد ته ښايي چې د خپلو ګاونډيو هيوادونو ځمکني بشپړتيا او خپلواکي ته په درنه سترګه وګوري او ورسره ښې اړيکې ولري مګر د پاکستان نظاميانو او په ځانګړي توګه د (اي اس اي ) استخباراتي سازمان په تيرو دريو لسيزو کې په افغانستان کې داسې اور بل کړ چې پوره ديرش کاله يې په لمبو کې بې ګناه افغانان لولپه شول ، د تنظيمونو په نامه يې افغانان په خپلو کې سره وويشل په هر کور کې کورګي جوړ شول او يو د بل د وينو تږي شول ، په دې ټپونو لا چا ملهم نه ؤ ايښی چې د خپلو ناپاکو اهدافو پلي کولو په خاطر يې د طالب په نامه د بلې شومې پديدې په رامنځته کولو د علم او معرفت سره دښمني پيل کړ ، د بې وزلو افغانانو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې شوې او هر لورې ته د جهالت تورې تيارې خورې وې ،د افغانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ او ورور وژنې اورونه بل شول چې له امله يې په زرګونو مسلمانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، نن چې د اي اس اي په لاس بل شوي اور د پاکستان لمن نيولې او د پنجابي واکدارانو له تورو کارنامو څخه پرده پورته شوې نوهرې خواته لاس او پښه اچوي نو طبيعي خبره ده چې په داسې حالت کې ددې هيواد خلکو ته په کار دي چې له داسې کړکيچنو حالاتو څخه د وتلو په خاطر هلې ځلې وکړي او د حل لاره پيداکړي مګر د حيرت وړ خبره ده چې په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند د افغانستان اسلامي دولت ته له ترهګرانو سره د خبرو اترو کولو مشوره ورکوي او په ډير ډاډ سره وايي که چيرې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي نو طالبان دې ته چمتو دي چې له افغان دولت سره مذاکرات وکړي .
رستم شاه مومندصاحب!
معلومه خبره ده چې که غوا توره هم وي نو شودې يې سپينې وي ، د طالبانو او ترهګرو په روزلو، پناه ورکولو او سمبالښت کې د پاکستان له نقش او هلوځلو څخه هيڅ څوک انکار نه کوي اوکه تاته د حل کومه لاره معلومه وي نو د خپل هيواد چارواکو ته يې وښايه تر څو دډيرو لږو طالبانو په وړاندې د پاکستان د شپږ سوه زره فوځ پر شرمونکي ماتې پرده واچوي او ځان ته دوړو پوزه کيږدي پاتې شوه د افغانستان خبره نو افغانان په خپله په دې پوهيږي چې له چاسره څه وخت او څه ډول خبرې وکړي ځکه افغانان لله الحمدخپل اسلامي دولت ، پارلمان ، مشرانو جرګه او دعلماوو شورا لري تاسو خپل غم وکړئ چې له ملک څخه مو د يو بام او دوه هوا کيسه جوړه شوې په يو ګوټ کې يې شريعت نافذيږي ، بل ګوټ کې انګريزي ايين چليږي او په کيلاش کې دې د سره څوک دين او مذهب پيژني نه ، دا مشورې دې هغو پنجابيانو ته ورکړه چې د سوات په ورکوټي وادي کې مولانا فضل الله پرې توبې اوباسلې او ته چې کوم بهرني ځواکونه يادوې نو ستا حکومت خو کچکول په غاړه له همدغو بهرنيو څخه شپه او ورځ سوالونه کوي ، دننه په پاکستان کې فوځي اډې لري او هر وخت چې يې زړه وغواړي جهازونه يې خپله د پاکستان له هوايي ميدانونو څخه الوزي او وزيرستان بمباردوي اوستا په شان خلکو خوله ورته له خندا نه تر غوږونو پورې وازه وي نو هغوی خو هم بهرنيان دي کنه ..؟ او ايا ستا دغه غير مسولانه څرګندونې د افغانستان په کورني چارو کې ستا د پنجابي نظام د لاس وهنې ښکارندوۍ نه دی؟ نوداخبره دتل له پاره په ياد ساته چې افغانان ستا په شان د انګريز بچيانو مشورو ته اړتيا نه لري او نه څوک دا حق درکوي ، ته دې دا بې ځايه مشورې له ځان سره کيږده او سر دې په ګريوان کې ښکته کړه او خپل وجدان ته ځواب ورکړه چې ستا په شان دپنجابي غلامانو په وجه يوازې په مومند ايجنسۍ کې د پنجابي واکمنانو لخوا په ډول -ډول نومونو څومره بې ګناه خلک په شهادت رسيدلي دي نور پاکستان خو پريږده نو له ځان سره قضاوت وکړه چې چاته د مذاکراتو او نورو بهرني فوځيانو د راوستو ضرورت دی دافغانستان اسلامي دولت ته او که تاسوته ؟؟؟
په درنښت