توره اوښکه عادل اڅکزی / چمن
استعداده ؛ ستا د قتل بازار تود دی په دې سيمه کي دکرکي روزګار تود دی زوړ محل چي مي اباد کړلو په مينه د وحشت باندي پر څه اوس يلغار تود دی ذايقه او مېکده به څنګه ورکړي چي په وينه د ساقي يې خمار تود دی د قربت د لاري ور يې ورتړمه د چا زړۀ چي تل د بل په ازار تود دی د سړې افسانې وخت لمن کړه ټوله حقيقت دی راختلی کردار تود دی څه دي خيال دی د ړندو سترګو موريده؟ د تنکي پير په حلقه نن دربار تود دی ستا د هجر تر بې شمېره ماښامونو د وصال ښکلی منظر او سهار تود دی له ذاهد څخه په پټه دا پوښتمه پايزېبي شرنګ او که پړی د دار تود دی د زخمونو خلې مي وازي ستا ثنا ته دي نيولي په دې نيت چي انکار تود دی د ضمير پر سپينه پاڼه سور تحرير مي ازانګې پاشي غوږ و ته کشتيار تود دی طرفدار چي د يوې خبري زه سوم ځکه يؤ ياد مي پر زړۀ د نګار تود دی نه دي عقل نه دي نکل ته محتاج يم تش د ميني و نظر ته مي څار تود دی دا سيالي نه ده عادله ؛ بدبختي ده چي په وير کي دخپل ورور دي سيتار تود دی
غزل خان محمد ( سيـند) ګراني مانكريزه كړه لاسونوكي مي ساته ځان مي ستا غمونوكي تور كاڼي درنجو كړلو زه خو دي ياري كي ليوني شوم ګراني ته وايه دلته خو دچم ملك په مينه قدغن ايښي ژونده ځان سره به دي سپرلي غوندي ښايسته كړمه رنګ خو مي نا ترسو دوطن په رنگ پري نه ښودو مامي دمقتول بدن كسات ارام ته نه پريږدي
| لالهاند حكيم رحمتي ګيلانوال دا خوره وره په ټول عالم باندي تياره ده
هغه څه شول داکتر عبدالوحید احدی چی خبري دقرآن او دحدیث جهادي لويی څیري وي هغه څه شول چی دجهاد په پاکه لاره شهادت يی لوړ مرام و اسلا مي نظام ددوی آرمان و دراتلو به يی وعدي وی پري ویا لړي هر مسلمان و امت ټو ل ددوی په هیله اسلامي خلافت به راژوندی کیږي د هرچا وه دغه هیله چی ناري به د تکبیر وي نن لاسونه وهل کیږي نن هر څه دی بدل شوی پرونی خبري نشته په مخونه به له ورایه د تقوی ډیوه وه بله په اوږدو ګیرو ببرو څڼو به پراته ګردونه دسنګر وه قو ماندانان خو دجهاد و داصحا بو به کیسي وي احدی هر چا چی تغیرکړي خپله لاره خپله ژبه 13-02-88
|