باوري سرچينې وايي ولسمشر حامد كرزي پرون د انتخاباتو د خپلواك كمېسون په دفتر كي د را روانو ټاكنو دپاره خپل او د دوو مرستيالانو نومونه وليكل.
ولسمشر كرزي د متحدي جبهې خوابدى غړى او د دفاع پخوانى وزير محمدقسيم فهيم د لومړي او اوسنى دوهم مرستيال كريم خليلي د مرستيالانو په توګه ورسره نيولي دي.
حامد كرزي وروسته له هغه خپل نوم وليكئ، چي په وړاندي ولاړ يوه كانديد يې پرون په ګټه تېر سو.
د ننګرهار والي ګل آغا شيرزى چي ويل يې ځان كانديدوي په ناڅاپي توګه د حامد كرزي په ګټه له خپلي كانديدۍ تېر سو.