دمې میاشتې دریمه د مطبوعاتو د خپلواکۍ له نړیوالي ورځي سره برابره ده.
په نړۍ كې د رسنيو دازادې پلويان هر كال دغه ورځ لمانځي .
درسنيو دازادۍ مسله چې كله هم ياديږي نو موخه يي دبيان ازادي وي چې له ډېرو كړاوونو او مبارزو وروسته پرمختللې نړۍ ورڅخه برخمنه شوې ده .
كه خبره يوازې دلمانځلو وي نو زمونږ په ټولنه كې ډېرى داسې مناسبتونه شته چې دحقيقت له خونده يي نه يوو خبر خو دكليزې له مخې يي په وياړ رخصتيانې كوو او لمانځو يي .
په مورنۍ ژبه دزده كړو نړېواله ورځ لمانځو خو تر اوسه مو دهېواد بچيان په ډېرو سيمو كې ددغې نعمت له خونده نه دي خبر ، همداراز دمور ورځ يا دمېرمنو ورځ لمانځو خو په هېواد كې تر اوسه مېندې او مېرمنې له خپلو ډېرو حقه حقونو څخه بې بې برخې دي آن داچې دمور او ماشوم روغتيا مو تر اوسه په هېواد كې نه ده خوندي خو ورځ يي په ډېرو شاندارو مراسمو لمانځو ، دخوراك نړېواله ورځ لمانځو خو په نهرو خيټو دسولې ورځ لمانځو خو دبارودو په ګردونو كې او همداراز دښوونكي ورځ لمانځو خو په تړليوښوونځيو كې او داسې نورې ډېرې ورځې چې دټولوليكل ددغې مقالې سكالو نه ده .
درسنيو دازادۍ ورځ هم دهمدې لړۍ يوه ځانګړې كړۍ ده چې لمانځو يي ،
په همدې اړه بايد په دغه ليكنه كې خپلې خبرې راونغاړو ځكه د رسنيو دازادۍ مسله دنورو هېوادونو په نسبت افغانستان كې يو څه پيچلې ده يانې كه په روان حالت درسنيو بهير ازاد وارزوو نو بيا به سبا راباندې څوك دا باور هم ونه كړي چې ګنې مونږ رښتيا هم ازاد يوو .ځكه چې له يوې مخې زمونږ درسنيو دتمويل لاره او لورى افغاني نه دى ، په يوه نه يوه بڼه درسنيو مټ ته دپرديو سيروم راچلان دى او طبعا چې په دغو سيرومونو كې دنورو په اصطلاح (دخيرات وركونكو) دارادو تمثيل نغښتى دي او تركاسې لاندې يي نيم كاسه زمونږ هېواد ه راروانه كړې ده چې دا كار اصلا درسنيو څخه په افغانستان كې دازادۍ روستاړى لرې كوي .
دولت رسنيو ته دخپرونو ازادي وركړې خو دا ازادي يوازې دجواز وركولو پورې محدوده ده او نور نو په محتوا پسې نه ګرځي چې ايا دبيان ازادي روانه ده او كه د ښكنځلو او سپكاويو لړۍ ؟
بل لورته درسنيو مشريزې رسنيز يا مطبوعاتي بګراونډ يا شاليد نه لري او دسياسي او اقتصادي يا تجارتي فلسفواو ملحوظاتو له مخې يي دغې بزنس ته مخه ګرځولې ده دغې كار دارزښتونوسره دلوبو لړۍ روانه ساتلې ده اوهرڅوك چې رسنيو ته په ځانګړي ډول راديو او تلويزون ته پيسې وركوي نو غوښتنې يي خپريږي ، دا مطرح نه ده چې په دغو خپرونو سره اصيل افغاني فرهنګ او كولتور پياوړى كيږي او كه پيكه كيږي خو دامطرح ده چې څوك څومره پيسې وركوي يونيم خو كله كله دومره سپين سترګي هم كوي چې دافغاني فرهنګ او كولتور سره په ټكر كې سپاټونه خپروي نو په پاى كې يي ليكي چې (دا اعلان يوازې دپيسو په بدل كې خپور شو ).
له يوې مخې رسنۍ او په ځانګړې توګه تصويري رسنۍ ورځ په ورځ نړۍ او دهېوادولايتونو ته خپلې څپې غځوي چې په لرې پرتو سيمو ( چې تر اوسه پكې د ترانسپورت مډرنه وسيله خر ګڼل كيږي او سيمې يي سړكونه او لارې نه لري او خلك يي آن په سرتور سر لمونځ ناروا بولي ) ددغو رسنيو خپرونې وينې چې په ړنګ افغانستان كې چې د رواني او عقلي ناروغانو برسيره يي خواو شا درېمه برخه نفوس معيوب او ګداي كونكي دي ، دلويديزې نړۍ يا هندي خيالي پرمختګونو نندارې كوي او دا كار يي له مذهبي پلوه دومره پاروي چې آن په دولت كې ورته هيڅوك هم مسلمان نه ښكاري او ورځ په ورځ ددغو رسنيو دپردې پالو خپرونو نندارې ددولت دوسله والو مخالفينو ليكي پياوړې كوې .
كه څه هم دا كار رسنۍ دخلكو دشعور دپراختيا او مدني كولو په موخه كوي خو اغېز يي په سيمه كې دادى چې دسولې راوستو ته يي لاره لاپسې اوږده كړې ده .
دازادۍ په نامه درسنيو ګراف ورځ په ورځ لوړيږي خو ددغې ازادۍ په محصول كې تر اوسه همدومره محسوسه شوې چې دقومونو او يا هم دخلكو او دولت تر منځ يي بې باورۍ زياتې كړي دي .
ددې پرځاي چې ولسونه سره نږدې كړي په يوه او بل نامه يي جګړو ته هڅولي دي او داچې يوازې بزنس مطرح دي نو دولس دبرخليك په اړه دهماغه چا نظرونه خپروي چې دېرش كاله يي دافانستان د ماتولو او ړنګولو په موخه افغان ولس ته دسر په كاسه كې اوبه وركړې . اما دخلكو نظرونه او دولس هېلې او ارزوګانې پكې دنشت برابر ونډه لري چې دې كار په څرګنده دحقيقت دخدمت او دپردې تر شا دخلكو ترمنځ د كركو او نفرتونو دپارولو دنده پرمخ بېولې ده .
په داسې حالاتو كې چې افغانستان كې رسنيو د كدو دبوټي په څېر وده وكړه او دغه وده په اصطلاح دسرطان يا كينسر بڼه غوره كړې چې بې مودې او بې ډوله وده ورته ويلاي شو ددغسې ودې پايلې داوې چې يا خو پهمړينه تماميږي او ياخو دكدو په څېر دموسم په لمنځه تګ سره كدو هم وچيږي يانې كه لويديزوال مو له هېواده ووځې ايا په دومره ګڼو نابالغه او نو بالغه رسنيو كې به څومره رسنۍ په خپل حال پاتې شي ؟
كه دغې پوښتنې د لازم ځواب هڅه وشي نو دا بۀ زبات شي چې ښايي دغه رسنۍ ځېرلې غورچاڼ ته ولويږي او يوه يا دوه يي پاتې شي او نورې يي ختمې شي .
درسنيو په اړه دغه اندېښنه هاغه مهال ښه ترا مالومېداى شي چې د ارزونې يوه مستحكمه اداره جوړه شي او رسنيو ته لومړى دبيان ازادي تعريف او ورسته يي ورته دتنقيد په كولو سره دسمون خواته راكش كړي، اما له بده مرغه په هېواد كې تر اوسه داسې يوه ملي ارزونكې اداره نشته او دغې نشت درسنيو له تعدد او تشتت څخه د پاكستان نشنل اچار جوړ كړى چې ډول ډول خوراكي توكي پكې شته خو خوند يي يو ډول دى .
داچې په افغانستان كې درسنيو او دبيان دازادۍ لمانځنه څومره پرځاي ده دلوستونكو قضاوت ته يي پرېږدو خو دومره وايوو چې دنورو ازاديو په څېر دبيان ازادي هم بايد پخپله تر لاسه كړو نه ، داچې دپرمختللي نړۍ نازولي به راته دا چل هم راښايي ځكه كه دغې كار له پاره هم نورو ته لاس ترزنې كېنو نو بويه چې دهېواد په اسمان به مو د ازادۍ ستوري تر عمره ونه ځليږي او ولسونه به مو خپله اراده ونه لري او دتېر دېرش كلن ناورين په دوام به دپرديو ډول ته ګډيږي .