وکیلي جام دى خوښونــكى، باد ګل تازه کونــكى
مى د چنګو په ږغ مه خوره محتسب دى رسيدونكى
په لستــوڼي كـښـې كړه ډكه پيــاله پټـــــه
دصراحي سترګي په رنګ ٬ دى مهال ويني تـويونكى
كه صراحي او سيـــــال دي درســي په لاس
په پــوهـــه ئې چيښه، زمان دى پـــسات جـوړونكى
په اوښكودليـمو ئي مينځم خرقــي له شراب
راغلى موسم د پرهيز، دى هم دوران پـرهيـز كونكى
غـښتلى برلاسه اسمان دى ويني تویه ونــكى
بڅركى يې واكمن تركسرا، هم د پرويزتاج جوړونكى
مه غــــواړه له كــرغـېړن دورانه خوښي
د دغه صاف سر زوړند٬ دی هرتوكى درد رسونكى
په خواږه شعر دي پارس او عراق ونيوله حـافـظه
راسه چې وار د بغداد او وخت د تبريز رسېدونكى
د حافظ غزل
اګر چه باده فرح بخش و باد گل بيزست
ببانگ چنـگ مخور مي كه محتسب تيزست
در آستــــــين مــــرقــع پيــاله پنهان كن
كه همچو چشم صــراحي زمانه خونريزست
صــــراحي و حـــريفي گرت بچنگ افتد
بعــقل نـــوش كـــه ايـــــام فـــتنه انگيزست
بآب ديده بشــــوييم خـــرقــــها از مـــي
كــه مــوســم ورع و روزگــــــار پرهيزست
سپهر بر شده پر ويزني است خون افشان
كــه ريزه اش سر كسري و تـــاج پرويزست
مجوي عيش خوش از دور واژگون سپهــر
كه صاف اين سر خم جمــــله دردي آميزست
عراق و پارس گرفتي به شعر خوش حافظ
بيا كه نوبــــت بغــداد و وقت تبريزسـت