د۱۲م مئي د ايکشن کمېټۍ د شهيدانواو ۹م اپرېل د وکيلانو شهيدانو قاتلان څوک دي؟
۱۲م مئي په تاريخ کې ځان ځای کړی .دغې ورځې په ټوله نړۍ کې هغه نامتو او نړيوال قاتلان په ګوته کړل و نړۍ ته يې وروښودل چې دا هغه قاتلان دي چي د نن په شان په وار وار د مظلومو قامونو پښتون، بلوڅ، سيندي او سرائيکي ويني يې توی کړې دي. ۱۲م مئي هغه وخت دنوموړو قاتلانو د پردې څادر اُچت کړ کله چي چيف جسټس د نورو ښارونو په شان د کراچۍ د راتګ اعلان وکړ د ځان د راتګ دپاره يې دغه غمجنه ورځ وټاکله. ده ته د ښه راغلاست ويلو دپاره ټولو جمهوري سياسي قوتونو سره پښتون ايکشن کمېټۍ د افتخار چوهدري په راتګ ورته د ښه راغلاست ويلو اعلان وکړ.د ايکشن کمېټۍ له اعلانه سره سم د جنرال پروېز مشرف پلوي ګوند متحده قامي مومنټ دغوقوتونود مخ نيوي لپاره په دغه ورځ په دغه وخت د خپل جلوس او جلسې اعلان وکړ په ټول ښار کي يې په چوکونو ټېنټونه ولګول د ۱۲م مئي د جلسې تياري يې ډېره په زور او شور پيل کړه. ويلو قوتونو به دا ور ښکاره کوله چې له موږ سوا به بل څوک دې د جلوس او جلسې لپاره نه راوځي،که څوک راوځي نو حال به يې ښه نه وي. له دې کبله په ټول ښار کې د وېري څادر خور شو هر سړی په وېره کې وو چي يوې خوا ته پښتون او بله خوا ته مهاجر راوځي او د ګډوډي ډېر لوی امکان دی په دغه ورځ ددوی د جلوسونو او جلسو مقصد هم دا وو . له دې کبله جماعت اسلامي په ۱۱م مئي په شپه شپه خپلو ملګرو ته په پټه خبر ورکړ چي په ۱۲م مئي به يو کارکن هم روډ ته نه راوځي د نورو سياسي ګوندونو تياري د پخوا په شان نه ښکارېده . د تورانو دا هېر وو چي پښتون به خامخا راوځي دا شان پښتون ايکشن کمېټۍ د پښتون خوا ملي عوامي پارټۍ او عوامي نېشنل پارټۍ په شکل کې د ۱۲م مئي د ائير پورټ د تګ لپاره ډېره زياته تياري کړې وه .د ۱۱م مئي په شپه متحده قامي مومنټ په ښار کې د پښتنو په درځنو ګاډې وسوځول په عام اولس کې وېره نوره هم راپيدا شوه هغه د وېري څادر نور هم وږد شو هر سړي خپل کور ته ځان رساوه او هر سړی په دې سوچ کې وو. د انسانانو له مخونو ښکارېدل يو بل ته بې ډېر په وېره کتل د ۱۲م مئي په سهار داسي خاموشي او ارامي وه څوک هم له کوره راوتلو ته تيار نه وو روزګار خو بېله خبره وه وړې او غټي ګاډې په اډو يا له کورونو سره په کوڅو کې ولاړي وې د ښار سړکونه ويران وو.په علاقو کې سياسي کارکنانو د خپلو جلوسونه تياري کوله . په نهو بجو شاوخوا جلوسونه په حرکت کې راغلل دهرې علاقې جلوسونود خپلو ضلعو جلوسونو ته ځانونه رسول بيا له ضلعو څخه په ګډ جلوس کې يو ځای تلل دارنګه د ضلع سنټرل جلوسونو له خپلو علاقو څخه تګ پيل کړ.اوله حمله د لسوبجو شاوخوا د عبدلله کالج په چورنګۍد متحده قامي مومنټ د ټاون ناظم ممتاز حميد له ګاډې وشوه دا حمله د پوليس او د رېنجرز په موجودګۍ کې وشوه په دغه حمله کې د ايکشن کمېټۍ اووه غړي ټپيان شول. د دغي حملې ږغ په ټول ښار کې د ځنګل د اور په شان خور شو د اولس هغه وېره په يقين بدله شوه د هر څه باوجود د پښتون ايکشن کمېټۍ د نوو هداياتو په رڼا کې له بېلو بېلو لارو جلوسونه د کېماړۍ پله ته راغنډ شول په دغه ورځ د ټول پښتون نمايندګي وه هغه که د لر وو که د بر. پښتانه ډېر خوشاله وو خوشاله په دې وو چي نن ټول پښتون په يو ځای راغونډ دي ځوانانو په خپلو خپلو ګاډو کې د پښتو ملي سازونو سره اتڼونه کول د هر سړي په لاس کې د خپل ګوند بيرغ وو د دې جلوس مشري د پښتون ايکشن کمېټۍ چيرمېن شاهي سيد او حاجي حکيم خان مندوخېل کوله .ددوی د ښوونې مطابق د ټاور له لارې پنجاب چورنګۍته ووتل بيا ائير پورټ ته تلل د شارع فيصل د ائير پورټ خوا ته د تګ لار په کنټينرانو او ګاډو په درولو مکمله بنده وه. دا رنګه يو بله لاره خلاصه وه جلوس په خلاصه لاره د وتلو کوښښ وکړ محمود اباد سره دا خلاصه لار هم بنده وه د کارکنانو په کومک ملګرو ځای په ځای دا بنده لار خلاصه کړه جلوس ډېر په مشکله عوامي مرکز ته راوسېده. له دې سره سم په جلوس ډزي پيل شوې دا ډزي له شاوخوا پلازو نه کېدلې داسي ناڅاپه ډزي وې چي چا ته د سمبهالېدو موقع هم نه وه له هري خوا ډزي وې د کارکنانو په لاسونو نيولي بيرغونه داسي راپرېوتل لکه ښکاري چي د زرکو په سېل ډزي وکړي او زرکي يوه يوه شي په هم دغه وخت د لانډهۍ په جلوس هم حمله شوې وه هغه ټپيان او شهيدان هم په ايمبو لينسونو کې رااخيستي وو روغتون ته د تګ لاره نه وه چي ټپيان ورسوي په دغه وخت په دې ولاړ جلوس باندي د ډزو له کبله د ټپيانو اوازې شوې پلانی ټپي شو پلانی ټپي شوپه دغه وخت د پښتون خوا ملي عوامي پارټۍ د اتحاد ټاون علاقايي سيکرټري شهاب آفريدی د عوامي نېشنل پارټۍد ميټروېل ملګری مياصاحب ورسره يو ملګری شهيدان شول. بشر خان او نور په درځنو ملګري ټپيان شول په دغه ورځ کراچۍ د يو ويران ځنګل په شان ښکارېدله په دغه ورځ مېډيا هم په ګڼ تعداد راوتلې وه آج ټي وي دا ټول براه راست (نېغ په نېغه) ښکارول ټولي نړۍ کتله ځکه خو ۱۲م مئي په تاريخ کې ځان ځای کړو شپږ ګهنټې دا خلک ګير وو.
مياشتيزه ملي تړون کراچۍ ( مئي 2008 )
د ۱۲ می د پېښي د پوره تفصيل د پاره دا ځای کليک کړئ