د توره بوړه جهادي محاذ په نوم د طالبانو د يوې ډلي وياند قاري سجاد لراوبر ته وويل چي وسله والو کسانو يې نن غرمه دوه بجې دننګرهارولايت داچين ولسوالۍ دمهمندرى دسيمې څخه دخارجي عسکروکاروان چې بيرته داچين ولسوالۍ په لور راستون شوى وه ،دکاروان يوټانګ دريموټ کنټرول ماين په ذريعه والوزول شو،په نتيجه کې يې ټانګ په بشپړه توګه له منځه لاړ اوپکې سپاره خارجي عسکرځاى پرځاى ووژل شول .
قاري سجادلراوبر ته وويل چي وسله والو کسانو يې په مهمند دره کې هم په خونړنۍ جګړه کي برخه واخسته چې نيم ساعت يې دوام درلود او له امله يې مقابل لوري ته سخت مالي او ځاني تلفات اړولي دي،. دده په ويڼا نوموړې جګړه وروسته له هغه رامنځته شوه کله چې نن دوه بجې په ياده شوې سيمه کې ددوی په وينا اشغالګرو ځواکونو د کمپاين کاروان د تيريدو په حال کې وو، د توره بوړه جهادي مجاذ د وسله والو له کمين سره مخ شو چې له امله يې د کاروان يو عراده ټانګ په ريموټ کنتروليدونکي ماين والوزول شو .
قاري سجاد وايي چي په دې جګړه کې له درنو اوسپکو وسلو څخه کار اخيستل شوى، بلخوا د کاروان دوه نور رينجر موټر د راکيټونو په واسطه له لسو تنو سپرو داخلي عسکرو سره له منځه وړل شوي .
د قاري سجاد په وينا په جګړه کي ددوی کسانو ته زيان نه دی اوښتی ، ديادوني وړ ده چي تر اوسه دطالبانو دا ادعاوي ددولت يا ناټو ځواکونو لخوا نه دي تائيد سوي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه