کور / تازه خبرونه / امریکا:دپاکستان فوځ د زرداري په رژیم زیات ځواکمن دي

امریکا:دپاکستان فوځ د زرداري په رژیم زیات ځواکمن دي

 


د امریکا د فوځ مشر قومندان ډیوډ پټریاس ویلي دي چې دپاکستان د فوځي مشر جنرال پرویز کیاني په مشرۍ کې دپاکستان وسله وال فوځ د زرداري په رژیم ډېر پياوړې دی ـ یو امریکايي ټیلې ویژن ته د خبرو په مهال نوموړي زیاته کړه چې مونږ دطالبانو خلاف بشپړ عملیات غواړو اوس دپاکستاني حکومت سره د طالبانو خلاف د کاروایې نه کولو هیڅ بهانه نشته ـ پاکستان ته پکار دي چې د طالبانو خلاف  سنجیده او کوټلي ګامونه پورته کړي ـ


مونږ به تر دوو اونیو د پاکستاني ځواکونو عملیات ارزیابي کوو، که په دې موده کې شرپسند په شا نه کړی شو نو مونږ مجبور یو باید یوه نوې فارمولا جوړه کړو ـ


د یوې پوښتنې په ځواب کې جنرال پټریاس زیاته کړه چې د پاکستاني حکومت دپاره راروانې دوه میاشتې بیخي زیاتې د ارزښت وړ دی


د تېرو دوه اونیو راهسې دپاکستان او امریکا دلوړ پوړو چارواکو له لوري یو بل ته د سختو او رټو ځوابونو لړۍ دوام لري ـ که یو لور ته امریکا پاکستان څخه په ترخه او تنده لهجه غوښتنې کوي نو ورسره ورسره د پاکستان په پښتونخوا ایالت کې د طالبانو سره جګړه هم دوام لري او داسې ویل کیږي چې په دغو جګړو کې د پاکستان فوځ سترې بریاوې هم ترلاسه کوي خو ددې سره سره دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر دامریکا ټول تورونه ردوي ،او ادعا کوي چې که د ترهګرۍ خلاف جګړه کې ورسره  مرسته وشي نو دوي به ډېر زر طالبانو ته ماتې ورکولو کې بریالي شي ،خو امریکا  په پاکستان زور راوړي چې اول باید عملیات وکړی او روسته بیا خپل اجرت ترلاسه کړي ـ