داطلاعات اوکلتور وزارت په نوښت په کابل کې دکتاب اودکاپي رايټ دنړيوالې ورځې په وياړ غونډه جوړه شوې وه .
غونډه کې دکلتور وزارت مشر سلاکار نجيب منلى دکتاب اهميت اوارزښت په اړه خبرې وکړي اودکلتور وزارت دهغه لاسته راوړنو په اړه يې په غونډه کې ناستو کسانو معلومات ورکړ.
ياده شوې غونډه چې دکابل ښار دوزير اکبر خاني ميني په هوټل کې جوړه شوې وه دکابل ښار کتاب فروشانو ،دنشراتي موسسو استازو ،دکابل پوهنتون استادانو اودعلومو اکاډمۍ غړو اودکلتور وزارت چارواکيو ګډون کړي وو .
نجيب منلي وويل چې که څه هم په افغانستان کې کتاب دفرهنګ غوړيدو په لار ه کې هم په دولتي کچه اوهم په خصوصي کچه کمه پاملرنه کيږي خوددې سره سره ده وويل چې تيرکا ل کې دکتاب دسياست په نوم کوم پروګرام چې په لاره اچولى وو وکولاي شول چې په زررګونو کتابونه دهيواد په مرکز او ولايتونو کې کتاب خانو ته ورکړي .
منلي وويل چې هڅې يې دادي ترڅو دخصوصي سکتور سره په ګډه دکتاب دپرمختګ په اړه ډيرې هڅې وکړي ترڅو دکتاب مينه وال زيات شي اوهم ښه کتابونه ددوي په واک کې ورکړل شي .
دسعيدي نشراتي مرکزمشر استاد سعيد په غونډه کې دخبرو پرمهال وويل چې دکلتور وزارت بايد دکتاب لرونکي اوکتاب خرڅووونکي لپاره يومنظم مارکيټ په واک کې ورکړي .
سعيد وويل چې په اصل کې دولت دکتاب پرمختګ ته هيڅ پاملرنه نه کوي نوموړي وويل چې په ټولو ښارونوکې داړوو خرڅوونکيو لپاره جلاسيمه نومول شوي ،دتازه ميولپاره جلامارکيټ نومول شوي ،دقالين فروشانو لپاره اوهمدارنګه دپومبې لپار ه جلا ولي دکتاب خرڅوونکيو اودکتاب مينه والو ته يومناست ځاي نه دي په نښه شوي .
سعيد زياته وي چې څوک چې يوکتا ب ته ضرورت پيداکړي نودکابل ټولې کوڅې لټوي ترڅو دخپلې خوښې کتاب پيداکړي .
نوموړي غوښتنه وکړه چې په راتلوونکي کي بايد دکلتور وزارت کتاب خرڅوونکيوته ديو جدا مارکيټ په لټه کې شي .
خونجيب منلي ډاډ ورکړچې وزارت يي ديوداسي مناسب ځاي په لټه کې دي اوډير ژر به دپل باغ عمومي په سړک ورته مناسب مارکيټ ددوي په واک کې ورکړي .
دکلتور وزارت اړوند دعامه کتابخانې مشر عبدالحميد نبي زاده لراوبر ته وويل چې ،دامهال دهيواد په کچه٦٠ کتابخانې چې ټولې دکلتور وزارت په نوښت جوړې شوې دي فعالي دي .
نوموړي وويل چې په دې کتابخانو کې يې ٢٥ په دې وروستي يونيم کال کې جوړې شوي دي .