په مست هلمند کي دي بهيږي،اوس غمجني اوښکي
پر هر ه ژ به د څپو يې ، فر يا دو نه پر ا ته
ګونګه بورا په ورټ-ورټ ژاړي پټ له ځا نه سره
په هر ګلبڼ کي پاڼي ، پا ڼي سر ه ګلو نه پرا ته
اوس دي دبام له پاسه نه ګرځي سپينکۍ کو تري
ځکه چي ځا ی يې، اوس خوني هليکو پترو ونيو
هم دي دکلي ماښامونوته ،هاسپيني رمې نه رادرومي
تو رو لېو ا نو ځا ی په څنګ کي ، د وندرو ونيو
د لته سند ر ي ، په ګړ زا کي د بمو نو و رکي
بڼونه سوځي ، د و رېت شوي بلبل چيغي مړې د ي
مو ږ له غمو ، او نا ور ينو ، سره عا دت نيو لی
لو ی حا ديثې مو دهر جبر او س پر سر سړ ې د ي
پويم (حبيبه) چي به ته هم اوښکي – اوښکي ژا ړ ې
د شمعي ژوند دي په قسمت کښي تل ازل کر لی
تا د ( کامران ) ا و لس لپاره ، رب خواستونه غوښتل
بيا دي په لپه کښي نن تور رقيب غوبل کر لی
نه دي باګرام کښي ترکي پيغلي اوس اتڼ اچوي
نه نا رنج ګل ته دي، له چينه شاپېرۍ را درو مي
پر هره د ښته دي خو ني غشي با ران او ريږ ي
نه دي وطن ته له ختنه ، او س هو سۍ را درومي
چي تر قدم ستا دبا با و و، د اسو نو لا ند ي
له هغه خاور ي اوس را الو زي ، لمسو ن با دو نه
هر تمد ون مي د شعو ر له ښا ره کوچ کړ ی د ی
د ژوند بېړ ۍ مي ځنګو ي ، دغه مجنون با دو نه
تا ته زه څله د انځو ر په ، ژ به حال د ر لېږ د م
تاخو پرد ېس کښي ، هم څو ځله خپل زړګی چاودلی
ضمير کا ڼه به دي ، په سوو چيغو څه خبر شي
اه ! چي نه چا دي ، کوم پيام او کوم وصېت منلی
حبيب کا مران صېب ، ته ډالۍ
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه