نن د هالنډ د مليکې د کليزي د رسمي مراسمو
پر مهال د شاهي کورنۍ پر ځانګړي سرلوڅي بس ځانمرګی بريد وسو .
په دې بريد کي چي د ملکې د ورځي په مناسبت جوړو سويو
مراسمو کښي د يوه سوزوکي سويفټ په واسطه په سيمه ايز وخت
۱۱:۵۰ بجې ترسره سو څلور تنه ځای پر ځای ووژل سوه ۱۳ تنه
ټپيان ، تر پېښي اته ساعته وروسته د ژوبل سوو کسانو څخه يو بل په روغتون کي په مړ
سو چي په دې سره د مړو شمېر ۵ ته ورسېد .

د هالنډ شهزاده ويليَم الکساندر ،
شهزادګۍ ماکسيما او د کورنۍ غړو د شاوخوا پنځو مترو په واټن ددوی پر موټر د بريد
پېښه په سترګو وليدله .
که څه هم د پېښي پر مهال چاودنه رامنځته ته نه
سوه ، خو ظاهرآ د بريدکوونکي هدف د شاهي کورنۍ د ځانګړي موټر سره د خپل موټر وهل و
.
د شاهي کورنۍ امنيتي چارواکو تر پېښي سمدستي وروسته دشاهي کورنۍ د
غړو موټر د پلي امنيتي کسانو او امنيتي موټرونو په بدرلګه له سيمي وويست او هغوی يې
خوندي ځايونو ته ورسول .
د هالنډ مليکه بياټريکس تر پېښي لږ وروسته په يوه بيانيه
کي د پېښي په اړه حيرانتيا او د قربانيانو په اړه خپله ژوره خواشيني څرګنده کړه
.
په ښکاره د پېښي هدف هغه بس موټر و چي د شاهي کورنۍ
ټول غړي پکښي سپاره و ، خو تيزرفتار موټر د شاهي کورنۍ د موټر سره تر ټکر مخکي له
سيلانيانو سره ټکر وکړ او وروسته يوه څلي ته ور برابر سو .
پوليس و يې تائيد کړه چي موټر تر پېښي څو دقيقې مخکي د
مراسمو سيمي ته په يوه بله يواړخيزه لاره کي د پوليسو امنيتي کسانو لخوا شاتګ ته
اړايستل سوی و، پوليس وايي چي بريد د ۳۸ کلن هالنډي لخوا ترسره سو ، د پوليسو په
وينا تر پېښي سمدستي وروسته ژوبل سوي بريد کوونکي پوليسو ته ويلي دي چي غوښتل يې د
شاهۍ کورنۍ د موټر پذريعه بريد ترسره کړي .
دهالنډ لومړي وزير ( يان بالکننده ) دا يوه زړه بوږنوونکې او
نه منونکې پېښه وبلله ، د پېښي د قربانيانو سره يې خواخوږي څرګنده کړه او ويې ويله
چي د پېښي د جزياتو په اړه وروسته د اپلدورن ښاروال په مطبوعاتي کنفرانس کي معلومات
وړاندي کړي .
د اپلدورن په ښار کي ددغو مراسمو چمتو کوونکې (د شاهي کورنۍ د
چارو ادارې ) د ننني مراسمو د تياري لپاره له دوو کالو کار کړی و .
د دې مراسمو د امنيتي چارو مسولينو په وينا دوی د پېښي سمدستي
وروسته فکر کاوه چي ښايي چاودنه رامنځته سي ، تر پېښي لږ وروسته هالنډي ځانګړی
کومانډو او د چاوديدونکو توکو متخصصين د پېښي ځای ته ورسېده ، لومړی د ټکر سوي موټر
شاوخوا د چاودېدونکو توکو پيدا کوونکي سپي پذريعه وپلټل او ورپسې يې د پېښي د
څرنګوالي په اړه پلټني پيل کړې .
دې پېښي د هالنډ په حکومت او ولس کي په راتلونکي کښي د مليکې د
ورځي نمانځلو په اړه پوښتني پيدا کړي دي ، که څه هم لوړ رتبه چارواکي د
لومړنيو پلټنو بشپړېدو څخه تر مخه په دې اړه له تفصيلي خبرو ډډه کوي خو
يو شمېر نور وايي چي د مليکې د ورځي جشن دي لکه د هر کله په شان ونمانځل سي خو د
شاهي کورنۍ د غړو امنيتي اړخ ته دي لا ډيره پاملرنه وسي .
د يادوني وړ ده چي دمليکې بياتريکس په ګډون د هالنډ د شاهي
کورنۍ غړي هره مياشت څو ځله د هالنډ بېلابېلو ښارونو ته سفر کوي او له خپل ولس سره
ليده کاته کوي ، د شاهي کورنۍ د غړو سره ليده کاته دداسي مراسمو پر مهال کله دومره
ساده هم وي چي عام هالنډيان لاس په لاس جوړ په خير ورسره کولای سي . نننۍ پېښي
هالنډيان او په خاص ډول د شاهي کورنۍ غړي ډېر وارخطا کړه ، د کارپوهانو په وينا چي
دوی به په راتلونکي د عامو خلکو منځته د ورتګ پر مهال تر پخوا ډير احتياط وکړي .
د اپريل ۳۰ هر کال په هالنډ کي د مليکې د ورځي په نامه ياديږي ،
په دې ورځ د اوسنۍ مليکې مور مليکه يوليان زېږېدلې ده ، په دې ورځ په ټول هالنډ کي
عمومي ملي رخصتي وي ، خلک لارو او کوڅو ته راوزي ، د کورونو د زړو سامانونو خرڅول
په دې ورځ په هره لاره او کوڅه کي جواز لري ، ځوانان مېلې او ساتيری کوي او ځانګړي
پروګرامونه جوړيږي ، د هالنډ په تاريخ کي دا لومړی ځل دی چي د مليکې ورځ چي ددوی
لپاره د خوښيو او مېلو ورځ ده د شاهي کورنۍ پر وړاندي يو مرګونی بريد ترسره
کېږي .
د پېښي د شېبو ژوندۍ ويډيو
مليکه بياتريکس
: هغه ورځ چي ډېره ښه پيل سوې وه په يوه غميزه پای ته
ورسېده . . .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه