کور / تازه خبرونه / اوباما: د پاكستان حكومت كمزورى دئ، خو اټومي وسلې …

اوباما: د پاكستان حكومت كمزورى دئ، خو اټومي وسلې …


د امريكا ولسمشر باراك اوباما وايي د پاكستان د اټومي وسلو له خونديتوب څخه ډاډمن دئ او داسي نښي نه ليدل كېږي چي دغه وسلې د بنسټپالو طالبانو لاس ته ولوېږي، خو په وينا يې د پاكستان حكومت د طالبانو په وړاندي ډېر كمزورى دئ.
امريكا او اروپا اندېښنه درلوده چي د پاكستان اټومي وسلې به د طالبانو د پياوړتيا په صورت كي د هغوى لاسته ولوېږي، خو د امريكا ولسمشر نړۍ ته د دې وسلو د خونديتوب ډاډ وركوي.
له تېرو دوو كلونو څخه د پاكستان د اټومي وسلو په باب په نړيوالو مطبوعاتو كي داسي خبرونه راتلل، چي امريكا د دغه هيواد د اټومي وسلو له امنيت څخه پاكستاني پوځيان ايسته كړي او د سي آى اې امريكايي مامورين يې پر درولي دي، خو پاكستاني مقاماتو به هر وخت دغه ګنګوسې ردولې.
تحليلګران وايي د طالبانو له پياوړتيا او د پاكستان د حكومت له كمزورۍ سره – سره د باراك اوباما وروستى ډاډ د هغو ګنګوسو پخلى كوي، چي د پاكستان اټومي وسلې د امريكا لاسته لوېدلي دي.