د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركيټ لوبډله همدا اوس په كويټ كي له نيپال هيواد سره په لوبه لګيا ده.
افغانستان پچه ګټلې او نيپال ته يې د بيټينګ بلنه وركړې ده، نيپال په ۵۰ آوره كي د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۶ منډي جوړي كړې.
اوس افغانستان بيټينګ ته ولاړ دئ، په شپږ آوره كي يې شل منډي جوړي كړي دي او څوك يې نه دي سوځېدلي.
د نيپال د ۱۹ كلنو ځوانانو لوبډله د نړۍ له پياوړو هغو څخه شمېرل كېږي، چي پاكستان، نيوزلنډ، هند او بنګلدېش ته يې ماتي وركړي دي.
افغانستان كه د نن ورځي لوبه وګټي د ۲۰۱۰ كال د ۱۹ كلنو ځوانانو نړيوالو سياليو ته به لاره ومومي.
افغان ځوانانو د دغو لوبو په لومړي پړاو كي څلور لوبي كړي، چي ټولي يې ګټلي دي.