کور / تازه خبرونه / نن به افغان کرېکټ لوبډله له نيپال سره لوبېږي

نن به افغان کرېکټ لوبډله له نيپال سره لوبېږي


نن د اپرېل په ٢٩ مه د افغانستان د تنکيو زلمیانو ملي لوبډله په کويټ کې د ٢٠١٠ د نړيوالو سياليو د غوراوي لپاره د نيپال سره د سیالۍ ډګر ته کوزېږي.
نيپال هغه لوبډله ده چې په تېرو پنځو کلنو کې يې يوازې تيره ورځ له هانګ کانګ (Hong Kong) څخه ماتې وخوړه.
نيپال په تېرو نړيوالو اتلوليو کې نيوزيلاند, بنګلدېش او پاکستان ته ماتې ورکړې وې.
د ډېرو په اند چې د افغانستان نيمه پايلوبه، به د ماليزيا او يا هانګ کانګ سره وي، خو هغه ګومانونه ټول نا سم وختل. او د ډېرې يوې پياوړې لوبډلې سره افغانستان مخامخ شو. افغان لوبډلې د لومړي پړاو په سياليو کې ډېرې ښې لوبې کړې وې او خپلې څلور واړه لوبې يې ګټلې وې.
د وياړ ځای دی هيله لرو چې نن به هم د افغانستان بیرغ په لوبغالي کې ورپېږي.
که افغانستان د نن لوبه وګټې نو د ٢٠١٠ کال په نړيوالو سياليو کې به د ګډون جوګه شي.
په عربي هيوادونو کې ډېر مينه وال لري او هلته مېشت لر او بر  افغانان د ملي لوبډلې ملاتړ ته له ډولونو سره راځي.