دغزني ولايت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ليکل سوي چي ددې ولايت د دهیک ولسوالي په ابراهیمزو سیمه کې د یوې چاودنې په ترڅ کې څلور تنه ځانمرګي برید کوونکې چې درې یې بهرنیان دي وژل شوي دي .
خبرپاڼه وړاندي ليکي چي دغه څلور واړه ځانمرګې برید کوونکې هغه مهال ووژل شول کله چې د ددهیک ولسوالي د ابراهمزیوپه سیمه کې یې دطالبانو دیو ځایې قوماندان په کورکې په ځانونو پوري چاودیدونکي توکې تړل او دغزني ښار پر لوریې د تګ تابیا کوله چې په همدي مهال دیو تن پورې چاودیدونکې تو کې وچاودیدل.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه