د طالبانو وياند قاري يوسف په وينا تېره شپه د اسلامي امارت دمجاهدينوله لوري د بادغيس ولايت دبالامرغاب ولسوالۍدمرکز اړوند د”ګودام “پرامنيتې پوستې د بريد په ترڅ کي ددولت يوولس(11) تنه پوليس ژوندي ونيول شول .
د قاري يوسف له خولې د طالبانو لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي ليکل سوي دي چي د تيري شپې بريد ديوه خاص ارتباط له مخې شوی ، په نتيجه کې يي دنيول شويوعسکرويوولس (11)ميله سپکه وسله ديوه ثقيل ( پيکا ) په شمول هم طالبانو ترلاسه کړي دي .
ًد قاري يوسف په وينا په بريد مرګ ژوبله نه ده اوښتې ، خو د طالبانو لخوا د ولسوالۍ ودانۍ ته اور اچول سوی دی .
قاري يوسف وايي چي دنيول شويوپوليسودبرخليک په اړه ددې ولايت د مجاهدينوشورا فيصله کوي .
د يادوني وړ ده چي تر دې وړاندي چي کله طالبانو د بريد پرمهال دولتي سرتيري نيولي ځيني يې د خپلو بنديانو په بدل کي تبادله کړي او نور يې وژلي دي خو په دې وروستيو کي دوسله والو طالبانو په دريځ کي هغه مهال د پام وړ بدلون راغئ له کله چي ددوی لخوا د دولت د کارکوونکو سر غوڅيدل په کور دننه او بهر کي سخت وغندل سول ، يو کال مخکي ملا محمد عمر مجاهد خپلو ټولو طالبانو ته حکم کړی و چي د مرګ د سزا د حکم صادرولو پر مهال دي له ډير احتياط څخه کار واخلي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه